اسلام آباد ۔ 2 دسمبر (اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو د صنعتي پرمختګ ادارې مهم پالېسي جوړونكې غړے وټاكل شو۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه ددې ټاكنې اعلان ويانا كښې د جنرل كن??رنس په 70 مې غونډه كښې وشو كومه چې تېره ورځ پايې ته ورسېده۔ د دې پرېكړې ترمخه پاكستان به صنعتي بورډ لپاره كال 2018ء څخه تر كال 2021ء نورو څلور كلونو لپاره او پروګرام او بجټ كمېټۍ له به 2018ء څخه تر 2019 ?? دوه كالو مودې له كار كوي۔ ویانا كښې پاكستانۍ سفيره عائشه رياض هم د جنرل كن??رنس دوهم صدر غوره كړې شوه۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل د پاكستان دا ټاكنه په ګڼ اړخيزه فورمونو كښې په پاكستان د نړيوالې ورورولۍ د باور څرګندونه ده۔ ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو صنعتي پرمختګ ادارې سره غوره اړيكې لري او پاكستان د پرمختګ ايجنډې 2030ء تر سېوري لاندې د ټاكلو هدفونو ترلاسه كولو له به د ملګرو ملتونو د صنعتي پرمختګ ادارې سره كار روان ساتي۔