لاهور 04 اکتوبر (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي حكومت به د كاركردګۍ په بنياد اولس ته مخامخ كېږي ٬اولس شعور لري هغوي به د كال پھ 2018 ټول ټاكنو كښې سمه پريكړه كوي۔دا خبره ده د پاكستان انجينئرنګ كونسل چيئرمېن جاوېد سليم قرېشي سر?? ملاقات كښې كړی۔پھ دې موقع د ليسكو انجينئرز اېسوسي اېشن هم موجود وو چا چې د اېف آئي اے لخوا د شويو زياتي څخه خبر كړو په كوم چې د كورنيو چارو وزير د انصاف باور وركړې۔د كورنيو چارو وزير احسن اقبال ووئيل عمران خان سپكي وائي٬مونږ ته زيان نه رسي ځ??ه چې مونږ لوډشېډنګ ختم كړی٬ګراني كمه كړی شوې او د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره مو شپھ او ورځ كار كړی۔احسن اقبال ووئيل د نن پاكستان د كال 2013 پاكستان څخه ښه دے٬هره ورځ به چاودنې كېدې٬شل شل ساعته به لوډشيډنګ كېدو٬ ده و??ئېل سر??ايه كاري صفر وه٬نړۍ په مونږ تورونه لګوي خو مونږ ته هېڅ زيان نه رسي٬مونږ اولس ټاكلي يو٬هغوي ته له ځو او هغوي به پريكه كوي۔ده و??ئيل عمران خان په كے پي كے كښې د زرګونو مېګاواټ برېښنا پېدا كولو ادعا كړې وه خو هغه په پن??و كلونو كښې لس مېګاواټ برېښنا هم پیدا نه كړه۔ده اعلان وكړو چې ډېر زر به انجينئرز سر??س سټركچر جوړ كړې شي