ملګري ملتونه 20 ستمبر (اے پي پي) سپينې ماڼۍ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي او د امريكې دوهم اولس مشر ما??يك پينس ترمينځه خبرې اترې مهمې ګرځولو سره وئېلي د?? پاكستان د ډونلډ ټرمپ د سوئ??لي آسيا په پالېسۍ د امريكې همكاره جوړېدو سره ډېر څه ترلاسه كولې شي۔د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع وزيراعظم شاهد خاقان عباسي او د امريكې دوهم اولس مشر په ملاقات جاري شوي بيان كښې سپينې ماڼۍ وئېلي د?? په دې ملاقات كښې د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د سوئ??لي آسيا حكمت عملي كومه چې تېره مياشت اعلان كړی شوې په اړه مهمې خبرې شوي۔د بيان له مخې د امريكې دوهم اولس مشر د ډونلډ ټرمپ د باور په بيان ووئيل پاكستان په سيمه كښ?? زمونږ هڅو له د شراكتداره جوړېدو سره ډېر څه ترلاسه كولې شي۔بيان كښې وئ??لي شوي د امريكې دوهم اولس مشر هغه تګلاره رامخې ته كړي چې له مخې يې پاكستان په سوئ??لي آسيا كښې ټولو لپاره استحكام او څوكالي زياتولو له د امريكې او نورو سره په ګډه كار كولې شي۔د پاكستان سفارت د اړخه جاري كړې بيان له مخې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي او د امريكې دوهم اولس مشر افغانستان او سيمه كښې امن او استحكام په اړه په چارو خبرې اترې كړي او دوه اړخيزه اړيكو زياتولو له په ګډه كار كولو ته سلا شوي د??۔