اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال سره پاكستان كښې د سعودي عربستان سفير نواف سعید المالکي د نهې په ورځ ليدلي۔د ملاقات په مهال داخله وزير وو??يل د دواړو هېوادونو ترمېنځه په اقتصادي څانګه كښې پرمختګ او اړيكې لا مستحكم كول د وخت مهم ضرورت دے۔ ده وو??يل د دواړو هېوادونو اړيكې په ژورو مذهبي او كلتوري بنيادونو اډانه دي٬ پاکستان او سعودي عرب په منطقه كښې امن لپاره خپل كردار لوبوي۔ داخله وزير احسن اقبال وو??يل انتها خوښې اسلامي نړۍ لپاره چېلنج دې كومې ته چې به يو موټې كېدو سره ماتې وركول وي۔ په دې موقع د سعودي سفير وو??يل د سي پېك منصوبه به ټولې اسلامي نړۍ لپاره ګټوره وګرځي۔ ده د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو ستائنه وكړه