اېډنبرا ۔ 28 اګست (اے پی پی) د اولس مشر ممنو?? حسېن خوښې په احترام كښې د رائل کالج آف فزیشنز پاکستانو ډاکټرانو له د ټولو پېشه ورو امتحانونو پاكستان كښې د كولو پرېكړه كړې ده۔ د دواړو هېوادونو حكومتونه به په دې لړ كښې ډېر زر تفصيلات وضعه كړي۔ اولس مشر ممنو?? حسېن دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل د رائل كالج دې پرېكړې سره به زلمو پاكستانو ډاكټرانو ته د تحقيق غوره اسانۍ په لاس راشي۔ دې سره سره به د پاكستانو ډاكټرانو د تجربې او د درملنې ځانګړې تګلار هم د رائل كالج څېړنې او طبي ادب لپاره ګټور ثابت شي۔ اولس مشر په زړه پورې پرېكړه كولو رائل کالج آف فزیشنز او ذمه وارو كسانو له مباركي وركړه۔ دې څخه ??ړاندې د رائل کالج آف فزیشنز اېډنبرا صدر پروفېسر ډاکټر ډیرک بیل اولس مشر ته د رائل کالج آف فیزیشنز اعزازی ف??لوشپ وركړو۔ دستورې څخه ??روستو ميډيا سره خبرو كښې اولس مشر ممنو?? حسېن ووئيل دا د پاكستان زده كوؤنكو له غېر معمولي اساني ده۔ د رائل كالج دې پرېكړې سره به پاكستان كښې د طب څانګه ډېر پرمختګ وكړي۔ اولس مشر ووئيل د تېرو 5 كلونو په مهال هېواد كښې د پرمختګ ډېر كارونه شوي ۔ نوې حكومت بايد دغه كارونه روان وساتي او دا په وخت بشپړ كړي۔