اسلام آباد ۔04 فروری (اے پی پی) د پاكستان په شمول ټوله نړۍ كښې (نن) د ګل ورځ د فرورۍ 5 مه نېټه د كشمير ??ووالي په توګه لمانځلې شي۔ ددې ورځې لمانځلو م??صد د ملګرو م??تونو د قراردادونو ترمخه د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو هڅو كښې مشغول كشميري اولس سره د يوووالي څرګندونه ده۔ د رېډیو پاکستان ترمخه ددې ورځې لمانځلو م??صد نړيواله ورورولي ددې څخه خبرول دي چې د مقبوضه كشمير اولس او پاكستاني اولس زړونه يو بل س??ه سم درځيږي۔ په دې مهال پاكستان او آزاد كشمير ??ښې عامه رخصتي ده۔ سهار لس بجې به كشميري اولس سره خواخوږي څرګندولو له د يوې دقيقي خاموشي اختيارولې شي۔ پاکستان كشمير سره په تړونكو كوهاله او م??ګلا پلونو به د لاسونو زنځيرونه جوړولے شي او د كشميري شهيدانو په ياد كښې به سهار لس بجې يوې دقيقې له خاموشي اختيارولې شي۔ ددې ورځې مناسبت سره به ټول هېواد كښې ريلۍ ويستلې ٬ اولسي غونډې سيمينارونه او واكس كولې شي دغسې چې د نړۍ پام په تش لاسې كشميري اولس روان زور ظلم او زياتي پلو وګرځولې شي۔ په دې مهال به په كشميري او??س د روانو ظلمونو عكسي نندارتون هم كولې شي۔ د فرانس په ایفل ټاور به پاكستاني او سكھ ورورولي مظاهره كوي دغسې چې په كشميري اولس روان ظلم او زياتي څخه اولسي ورورولي خبر كړې شي۔ دې مظاهره كښې به د آزاد كشمير ??خوانې وزيراعظم سلطان محمود چوهدري د خاص مېلمه په حېث ګډون كوي۔