اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اوېس اح??د خان لغاري وئيلي دي پاور ډويژن د پرېښنا د پېداوا?? په پروژو كار ګړندې كولو او سرمايه ك??رو ته د پېښو ستونزو لرې كولو لپاره د سي پېك له مخې په انفرادي كچه د رابطې كولو پرېكړه كړې ده ٬ د پاكستان ا?? چين د اقتصادي لارې پروژه د دواړو هېوادونو د اړيكو قوي كولو لپاره ډېره مهمه ده جې ورسره به دوه اړخيزه مرسته په سباؤن كښې لا زياته شي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ پاكستان كښې د چين نوي سفير ژاؤ ژنګ سره د خبرو كولو په مهال وكړې چا چې پاكستان كښې د سفي?? په توګه د ذمه و??رو سنبالولو نه پس د پاور ډويژن وړومبې دوره وكړه۔ وفاقي وزي?? په دې موقع د برېښنا په اړه د چينائي سرمايه ك??رو كردار ستائيلو سره ووئيل د چين ا?? پاكستان د اقتصادي لارې په نتيجه كښې به د دواړو هېوادونو اړيكې نوې كچې ته ورسي۔ ده د چين سرمايه ك??رو ته د برېښا د وېش په كمپنيو كښې د ګډون بلنه وركړه ځكه چې د چينائي سرمايه ك??رو په مرسته د برېښنا د طلب او رسد ترمېنځه فرق ډېر كم شوے۔ چينائي سفير ووئيل د چين سرمايه كا?? په پاكستان كښې د برېښنا په اړه په تندې سره د كېدونكي پرمختګ په غور جاج اخلي۔ ده باور څرګند كړو چې د برېښنا په اړه به چين د پاكستان نوره مرسته هم وكړي۔ چينائي سفير ووئيل د پخواني اولس مشر فاروق اح??د خان لغاري سره د هغه وړومبې ملاقات په كال 1996م كښې د چينائي وزيراعظم د دورې په مهال شوے و۔