اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان ع??اسي د پاكستان او د اسيائي پرمختيائي بانك ترمېنځه د قوي اړيكو جوړولو څرګندونه كړې او اسيائي پرمختيائي بانك كښې د ګاز او ډهانچه جاتي اصلاحاتو پشمول په بېلا بېلو څا??ګو كښې د تكنيكي او مالي مرستې كولو وړاندېز كړے۔ د دې خبرې څرګندونه وزيراعظم شاهد خاقان ع??اسي او د اسيائي پرمختيائي بانك كنټري ډائرېكټر چياؤ هانګ يانګ د نهې په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې د ملاقات په مهال وكړه۔ د ملاقات په مهال د توان سينئر سپېشلسټ اے ??ي بي پاكستان اسد عليم٬ سينئر اكنامكس آفيسر فرزانه نوشابه٬ د اقتصادي چارو ډويژن سېكتر عارف احمد خان او اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔ چياؤ هانګ يانګ زياته برېښنا پېدا كولو سره د توان په كمي د قابو موندلو په اړه د پاكستان پرمختګ وستائيلو۔ ده قوي اقتصادي نمو هم نو?? كړه كومه چې د راتلونكي مالي كال په مهال 5.8 متوقع ده د كومې په نتيجه كښې چې د محصولاتو په وصولې كښې اضافه شوې او د اوسني حكومت لخوا ډهانچه جاتي اصلاحات هم معرفي كولې شي۔ ده ووئيل چې د برېښنا په څا??ګه كښې د بهترې په نتيجه كښې نه يوازې د كورونو صارفينو اسانيې ترلاسه كړې دي بلكې په لويه پېمانه په مېنوفېكچرنګ كښې هم پرمختګ شوے۔ ده ووئيل چې د هېواد په كرېډټ رېټنګ كښې هم په دې وروستيو كلونو كښې په ځانګړې توګه بهتري راغلې او سرمايه كار په پاكستان كښې د سرمايه كارې د موقعو څخه په استفاده كولو كښې خوښي څرګندوي۔ په نړيواله مالياتي منډېې كښې د پاكستان بېرته راتګ د هېواد په معيشت د سرمايه كارو د باور څرګندونه ده۔ ده وزيراعظم ته باور وركړو چې اے ??ي بي به په ټولو متفقه څا??ګو كښې مالياتي او تكنيكي مرسته روانه وساتي۔ د دې نه علاوه چياؤ هانګ يانګ د ګاز په څا??ګه او د پاكستان رېلوېز او پاكستان انټرنېشنل ايئر لائنز پشمول په سركاري ادارو كښې ډهانچه جاتي اصلاحات معرفي كولو لپاره د مالياتي او تكنيكي مرستې وړاندېز هم وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم د بنيادې ډهانچې پروژو لپاره پرله پسې په مرسته كولو د اے ??ي بي مننه كولو سره هيله څرګنده كړه چې شريكې اړيكې به لا وده وكړي٬ په داسې حال كښې چې پاكستان لوړه اقتصادي نمو ترلاسه كوي۔