اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب سره د رومانيه سفير نكولائي جي آوا ملاقات كړې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښ?? مريم اورنګزېب وو??يل پاکستان رومانیه سره په پراخه بنياد او د اوږدې مودې اړيكې غواري٬ د دواړو هېوادونو تر مېنځه د فلم او خپرونو په څانګه تبادلو سره به اولسي رابطو ته په وده كښ?? مرسته ترلاسه شي۔ دې وو??يل فلم يو داسې طاقتور مېډيم دې چې ورسره د نورو كلتور معرفي كېدې شي ۔ دې وو??يل فلم سره د نورو د قامي ورثې او په دود دستور پوهېدو كښ?? مرسته ترلاسه كېږي۔ مریم اورنګزېب وو??يل د پاكستان فلمونه په رومانيه كښ?? ښودلو سره به د پاكستان تشخص په نړيواله كچه رامخې ته كېدو كښ?? مرسته ترلاسه شي۔ دې وو??يل پاكستان د 60 او 70 په لسيزه كښ?? زيات فلمونه جوړونكې هېواد ٶ۔ دې وو??يل اوسنې حكومت امن لپاره په بشپړه توګه كار كوي او پاكستان د امن او امان په صورتحال او معاشي مېدان كښ?? د ذكر وړ پرمختګ كړې دې۔ د رومانيه سفير نکولائي جي اوا وو??يل پاكستان د منطقې مهم هېواد دې چ??ته چې جمهوريت فعاله دې او ميډيا ته آزادي ترلاسه ده۔