اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او ماليزيا تجارت، سرمايه کاري، دفاع، زراعت او په نورو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې زياتولو ته صلاح يوه كړې او د غزه او د کشمير پشمول د سيمه ايزو چارو په اړه يې د خپل قوي دريځ پخلے كړے۔ دا خبره وزيراعظم شهباز شريف او د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم ترمېنځه د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې د يو په يو ملاقات او د پلاويو په كچه د خبرو نه وروستو خبري كنفرنس ته كړې٬ دواړو مشړانو ميډيا ته وو??يل زمونږ په خبرو اترو كښې د دوه اړخيزه ګټې په يو شمېر څانګو كښې مرستې سره سره د فلسطين او کشمير پشمول سيمه ايزو او نړيوالو چارو پلو پام ګرځولے شوے٬ دواړه مشران دوه اړخيزه تجارت ته د ودې وركولو د هڅو په لړ كښې دې خبرې ته صلاح شوي چې د دواړه هېوادونه به په كلنه توګه د 200 ملين ډالرو حلاله غوښه او 100,000 ميټرك ټن باسمتي وريژې برآمد كوي٬ د ماليزيا او پاکستان ترمېنځه مجموعي تجارت 1.4 بلين ډالر ٶ چې پكښې پام آئل، ملبوسات، رخت، کيميکل او په کيميکل آډانه څيزونه او اليکټرك او اليکټرانك څيزونه شامل دي٬ د يادونې وړ ده په سوئيلي اسيا هېواد??نو كښې پاکستان د ماليزيا درېم لوي تجارتي شركتدار دے ۔ وزيراعظم شهباز شريف وو??يل د پاکستان باسمتي وريژو په برآمد د خيالاتو څرګندونې نه علاوه د دواړو ترمينځه د پاكستان او ماليزيا د په كلن بنياد د 200 ملين ډالرو د حلالې غوښې برآمد كولو په امكانات هم د خيالاتو څرګندونه شوې ٬ ده باور وركړٶ چې پاکستان به په معيار هېڅ سمجهوته نه كوي۔ ده وو??يل د ماليزيا وزيراعظم پاكستان څخه د وريژو په درامد كښې خنډان لرې كولو هم باور راكړے۔ وزيراعظم شهباز شريف وو??يل تجارت او سرمايه کارۍ كښې اضافې نه علاوه دفاع، سېلګرۍ، زراعت، ګرين انرژي، هنر مند افرادي قوت او ځوانان اختيار منده جوړولو په څانګو كښې د لا مرستې لارې لټولو لپاره يوه په زړه پورې غونډه شوې۔ ده وو??يل ډلې په دې خبره متفق شوي چې دواړه هېوادونه په مشتركه توګه به تجارت او سرمايه كارۍ كښې د مرستې نوې كچې لپاره هلې ځلې كوي دغسې چې د دواړو هېواد??نو روښانه سباٶن باوري كړې شي۔ ده د دواړو هېواد??نو ترمېنځنه دفاعي او د امنيتي مرستې لا زياتولو لپاره د خپلې مرستې باور وركولو سره وو??يل دا مهال ماليزيا كښې زده كړه كوٶنكي د زرګ??نو په شمېره پاكستانيان به په اولسي كچه د رابطو په مضبوطولو كښې مرسته وكړي۔ ده وو??يل د ماليزيا پرمختګ د ټولو اسلامي هېواد??نو لپاره د رول ماډل په توګه وړاندې كول پكار دي چرته چې نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كاري او برامدات كښې اضافه روانه ده۔ ده وو??يل دواړو ډلو په غزه كښې په زړه دړدېدونكي صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه چرته چې بې ګناه ماشومان٬ مېرمنې او ځوانان شهيدان كېږي۔ دوي وو??يل د اسرا??يل ځواك??نو لخوا غېر معمولي نسل كشي او د قتل عام له مخې په غزه كښې ښارونه ړنګولې كېږي او دواړو ډلو په سمدستي توګه په جنګ بندۍ هم زور راوړو۔ وزيراعظم شهباز شريف وو??يل دواړو ډلو د كشمير په كشاله هم د خيالاتو څرګندونه وكړه چرته چې د تېرو څو لسيزو راهېسې د لويو قربانيو وركولو باوجود ځائي اولس د خپلواكۍ حق څخه محروم ساتلې كېږي، د زرګ??نو په شمېر كشميريان شهيدان كړې شوي او زيات كسان په تهرډ كلاس زندان??نو كښې نظر بند دي او هغوي ته سختې سزاګانې وركولې كېږي۔ دوي هيله څرګنده كره چې د ملګرو ملت??نو د سلامتي كونسل د قرارردادنو او د كشميريانو هيلو له مخې به دوي ته د خپلواكۍ حق ډېر زر ترلاسه شي۔ وزيراعظم انور ابراهيم وو??يل دواړو هېواد??نو په شمېر چارو اتفاق كړے او په پرېكړو ئې په تندۍ سره عملدرامد باوري كولو لپاره په اكتوبر كښې په کوالالمپور كښې د مشتركه كمېشن په غونډه كښې په دې د خبرو كولو پرېكړه كړې۔ ده باور وركړو چې د دواړٶ هېواد??نو ترمېنځه به اقتصادي مرسته قوي كولو لپاره ډېر زر په كراچۍ كښې ملايئشن ټرېډ آفس پرانستلې شي۔ ده وو??يل ماليزيا د آئي ټي، مصنوعي ذهانت او سيمي کنډکټر پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د نور هنر مند افرادي قوت په لټون كښې دے٬ او پاكستان هم د دغه هنر مند افرادي قوت ذريعه جوړېدے شي٬ د ماليزيا وزيراعظم وو??يل ماليزيا د يو لك ټن باسمتي وريژو درآمد كولو له خوښي څرګنده كړې ۔ انور ابراهيم د ملګرو ملت??نو په عمومي اسمبلۍ كښې د وزيراعظم شهباز شريف د وېنا ستائنه وكړه په كومه كښې چې دوي د غزه مقدمه په موثره ډول وړاندې كړې۔ ده د اسرا??يل لخوا د فلسطينيانو ?? نسل کشۍ او د اسرا??يل لخوا په مېنځني ختيز كښې په اړي ګړي د اضافې په ضد د پاكستان د سخت موقف هم ستائنه وكړه۔ ده وو??يل په غزه او لبنان كښې روان يرغل د دواړو هېواد??نو ترمېنځه جنګ نه دے بلكې دا د نړيوال نظام خلاف ورزي ده۔ ده د نړيوالې ورورولۍ غېر فعاليت ته هم ګوته ونيوه ۔ وزيراعظم انور ابراهيم د دې خبرې پخلے وكړو چې ماليزيا په کشمير د ملګرو ملت??نو د سلامتي كونسل په قرارداد??نو كاربند دے او د شخړې په دوستانه حل باور لري۔ د دې نه وروستو دواړو مشرانو د مفاهمت په ياداښت??نو (اېم او يوز) او د مرستې د يو دستاوېز د تبادلې په دستوره كښې ګډون وكړٶ۔ ټريډ ډويلپمنټ اتھارټي آف پاکستان (ټي ډي اے پي) او د ماليزيا ايکسټرنل ټريډ ډويلپمنټ کوآپريشن ترمېنځه د تجارتي مرستې د مفاهمت د يادداښت او د پاکستان-مزليزيا بزنس کونسل (پي اېم بي سي) او د ماليزيا-پاکستان بزنس کونسل (اېم پي بي سي) ترمېنځه په حلال تجارت كښې مرستې لپاره د اېم او يو تبادله وشوه۔ پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتھارټي (پي ټي اے) او ملائيشين کميونيکيشن اينډ ملټي ميډيا کميشن (اېم سي اېم سي) ترمېنځه د مرستې په يو دستاويز هم لاسليك وشو٬ د دې نه وروستو وزيراعظم انور ابراهيم د نوموړي شاعر علامه محمد اقبال تصانيف هم وزيرعظم شهباز شريف ته وړاندې كړل د كومو چې په بهاسا ميليو ژبه كښې ترجمه شوې٬ دغسې د خپل كتاب “ايشيائي نشاۃ ثانيه” اردو کاپي هم هخپل پاكستاني هم منصب ته وركړه