اسلام آباد۔09ستمبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي وفاقي حكومت كلن پرمختيائي پروګرام(پي اې?? ډي پي)كښې پروژې د صوبو په بنياد نه تقسيموي بلكې د دې قامي اهميت تر نظره ساتلې شي٬ پي ټي آئي آخري كال ك??ې د كهپت اډانه ګروت د لارې د پاكستان كرنسي او زرمبادله ذخائر تباه كړي٬ د هغې ا??رات څخه مونږ تراوسه نه يو وتلې٬د پيرس لوظ نامې له مخې ټولو پروژو لپاره ګائيډ لائنز وركړے شوے٬په دې وروستيو ك??ې د وړو وړو پروژو څخه ديامر بهاشا بند ٬كے فور او د سترو لارو مهمې پروژې ځپلې شوي۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ ك??ې د پوښتنو دمې په مهال اسد قيصر٬شرميلا فاروقي٬شهزاده ګستاسپ خان او د نورو پوښتنو په ځواب كښې ا??سن اقبال ايوان ته ووئيل د 18 بدلون نه پس د پي اې?? ډي پي كردار محدود شوے٬زياترې چارې د كومو تعلق چې سيمه ايز او ځايې پرمختګ سره ؤ ٬هغه موضوعات او چارې صوبو ته منتقل شوي٬وړومبې صوبې ته 40 او وفاق ته 60 فيصده برخه ترلاسه كېده٬اوس صوبو ته 58 او وفاق ته 42 فيصده برخه ترلاسه كېږي٬د ميګا انفراسټركچر پروژو لپاره وفاق سره فنډز كم وي٬د كال 2018 نه تر 2022 ترمينځه پي اې?? ډي پي كښې مس منيجمنټ شوے او په سياسي بنيادونو پروژې پېل كړې شوي كومو څخه چې 40 فيصد پي اې?? ډي پي د صوبائي پروژو ته تللې ٬ د دغې نه پس د كے فور٬ديامر بهاشا بند او نورو لويو پروژو لپاره 60 فيصده پي اې?? ډي پي پاتې شوې۔ده ووئيل پي اې?? ډي پي د صوبو په بنياد نه بلكې د آئين له مخې تقسيمېږي٬وفاقي حكومت سره پاور٬اېن اېچ اے٬ټيلي كميونيكېشن٬پیټروليم او لوړو زده كړو كښې وفاقي پي اې?? ډي پي پاتې شوې۔په كال 2013 كښې مونږ په صوابۍ ك??ې د پوهنتون بنياد اېښودے٬دغسې خېبر يونيورسټۍ كښې ليور ټرانسپلانټ پروژه پي اې?? ډي پي كښې شامله وه ۔ده ووئيل وفاقي پروژې د صوبو په بنياد نه تقسيمېږي۔