اسلام آباد۔4 ستمبر(اے پی پی) د پاكستان په شمول په ګرده نړۍ كښې به د خېرات نړيواله ورځ سبا د ستمبر په 5 مه نېټه د زيارت په ورځ لمانځلې ??ي۔ هر كال په ګرده نړۍ كښې د خېراتونو او عطيو د لارې د رنځونو مخنيوي ٬ د كوچنيانو تحفظ او د زرګونو په شمېر خلقو مرسته كولې ??ي۔ د عطيو اهميت ته پام كولو سره ملګرو ملتونو په كال 2012 كښې په نړيواله كچه د دې ورحې لمانځلو پرېكړه كړې وه او دغې څخه وروستو هر كال باقاعدګۍ سره دا ورځ لمانځلې ??ي۔ دا ورځ په 5 ستمبر د لمانځلو يو س??ب د مدر ټريسا په دې ورځ په حق رسېدل هم دي٬ كومې چې خپل ټول ژ??ند د چېرټي كارونو له وقف كړے ؤ۔ د دې ورځ لمانځلو مقصد بېل خېراتي كارونه په ډاګه كول دي دغسې چې په پرمختګ كوؤنكو هېوادونو كښې د بې وزلۍ ختمولو له دې ته زيات تقويت وركړے ??ي۔ د يو تحقيق له مخې هر هېواد په خاص توګه پرمختګ كوؤنكي هېوادونه د معاشی?? سماجي او كلتوري وضعې له امله د بې وزلۍ په څير چېل??ج سره مخ دي۔ هم دا س??ب دے چې ملګرو ملتونو په ټولو غړو هېوادونو زور راوړے چې هغه د خېراتي تنظيمونو او د وګړو په هڅو كښې خپله برخه واچوي دغسې چې د بې وزلۍ په نړيواله مسئله قابو وموندلے شي۔