اسلام آباد۔26 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف سره د سكواش نوموړي لوبغاړي او پخواني نړيوال او اوپن چېمپئن جان شېر خان ملاقات وكړو۔ وزیراعظم اړوندو چارواكو ته د جان شېر خان د علاج په لړ كښې د هر ممكن ګامونو پورته كولو هدايت وكړو۔ د ګل په ورځ د وزيراع??م ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې جان شېر خان سره خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل په هېواد كښې سكواش لوبه مقبولولو او دې ته ودې وركولو له ستاسو خذمات د ستائنې وړ دي٬ تاسو د دې لوبې د لارې د پاكستان نامه په ګرده نړۍ كښې روښانه كړې۔ وزيراعظم ووئيل ټول قام ستاسو په كاميابو وياړ لري٬ حكومت په هېواد كښې د سكواش په شمول ټولو لوبو ته وده وركولو له په زړه پورې اقدامات كوي۔ وزیراعظم ووئيل ځوانونو ته د لوبو مېدا?? او د سپورټس غوره آسانۍ وركولو ته حكومت تر ټولو زياته پاملرنه كوي