اسلام آباد۔6 اګست(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي و??ير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي د موسمياتي بدلونونو مخنيوي لپاره به فعاله منصوبه بندي كول وي٬ په موسمياتي فنانسنګ كښې به نجي څانګې له بنيادي كردار ترسره كول وي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د اکیومن پاکستان تر سېوري لاندې د کلائمېټ اېکشن فار پاکستان پ?? سرخط راجوړې كړې شوې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل پاکستان موسمیاتی بدلونونو څخه د زيات ځپلے كېدونكو هېوادونو په فهرست كښې شامل دے۔ ده ووئيل په كال 2022 كښې د موسمياتي بدلونونو له امله په پاكستان كښې د سېلابونو په نتيجه كښې په لويه كچه تباهي شوې چې ورسره پاكستان ته 30 اربه څخه د زياتو ډالرو زيان رسېدلے۔ ده ووئيل په جنېوا كنفرنس كښې پاكستان ل??اره نزدې 9 اربه ډالره څخه د زياتې مرستې اعلان وكړے شو بياهم پاكستان ته د دغه اعلان كړې شوې مرستې له مخې فنډز ترلاسه نه شول۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلونونو مخنيوي لپاره به فعاله منصوبه بندي كول وي٬ په موسمياتي فنانسنګ كښې به نجي څانګې له بنيادي او نجي څانګې له د لارښونې كردار ترسره كول وي۔ وفاقي و??ير ووئيل د آئي اېم اېف انتظامي بورډ سره د موسمياتي فنانسګ په اړه خبرې شوي۔ هيله لرؤ چې د روانې مياشتې تر پايې به د آئي اېم اېف انتظامي بورډ د سټاف لېول لوظنامې منظوري وركړي۔ وفاقي و??ير ووئيل پاكستان د استحكام په لاره مخ په وړاندې روان دے۔ ده ووئيل مضبوط معيشت لپاره د ټېكس نظام كښې پراختيا ٬ په نظام كښې سپېځلتيا ٬ د توان پ?? څانګه كښې اصل??حا?? او ګورننس ښه كولو ته اړتيا ده۔ حكومت په دې لړ كښې ګامونه پورته كوي۔ د خزانې وفاقي و??ير ووئيل په ودانۍ كښې زياتوالي سره سره وسائل زياتول هم ضروري دي۔