كوئټه 05 جولائی (اے پي پي)د پاكستان ??يپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې پاكستان ??يپلز ګوند د اولسي مسئلو په حل كولو باو?? لري٬پارليماني ګوندونه د اولس د خذمت لپاره سياست كوي٬د بلوچستان خلك زما زړه ته نزدې دي٬پيپلز ګوند به اولس مايوس نه كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د بلوچستان ??زيراعلٰی سرفراز بګټي لخوا ټولو صوبائي اسمبلۍ غړو په درناوي كښې د ماسپښخين مېلمستيا ګډون ته وينا كولو په مهال كړې۔د ماسپخښين په مېلمستيا كښې د بلوچستان ګورنر شېخ ج??فر خان ??ندوخيل٬د نېشنل ګوند مشر او د بلوچستان ??خوانې وزيراعلٰی ډاكټر عبدالمالك بلوچ٬د عوامي نېشنل ګوند پارليماني مشر انجينئر زمرك خان اچكزئي٬صوبائي داخله وزير مير ضياﺀالله لانګو٬صوبائي وزير سردار عبدالرحمان ??هيتران٬راحيله حميد دراني اسفنديار كاكړ٬د صوبائي اسمبلۍ ډپټي سپيكر غزاله ګوله٬بخت محمد كاكړ او ن??رو مشرانو هم ګډون كولو۔د پاكستان ??يپلز ګوند چئيرمېن بلاول بهټو زرداري بېلو سياسي ګوندونو څخه تعلق لرونكو اسمبلۍ غړو سره ملاقات كړې او د بلوچستان سياسي صورتحال په اړه د خيالاتو څرګندونه كړې