اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف و??يل?? دي زمونږ په حکومت كښې د سو??يل?? پنجاب د ودانۍ په مقابل كښې زيات بجټ بېل كړے شوے٬ ډاون سائزنګ او رائيټ سائزنګ لپاره كمېټي جوړه شوې ٬ يوه يوه نيمه مياشت كښې به ئې كوټلې نتيجې ايوان ته وړاندې كړې شي دغسې چې قام ئې مشاهده كړي چې څنګه په خرڅونو كښې كمر كېږي٬ سو??يل?? پنجاب ته په ملازمتونو كښې د آبادۍ نه زياته كوټه وركړې شوې ۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د سني اتحاد کونسل غړي زېن قرېشي لخوا د لازمي خرڅونو په بحث كښې د سو??يل?? پنجاب پحقله نكات وړاندې كړل ٬ د دغې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل زېن قرېشي د سو??يل?? پنجاب پحقله ځينې نكات وړاندې كړي٬ د سو??يل?? پنجاب زيركو زده كوونكو ته په لېپ ټاپ تقسيم كښې 10 فيصده اضا??ي كوټه وركړې شوې٬ د وزيراعليٰ روزګار سکيم كښې لس فيصده اضا??ي كوټه ٬ زېور تعليم پروګرام كښې د شپږم جومات جينكو له وظيفه د 200 روپو نه په زياتولو 600 روپۍ كړې شوې۔ وزيراعظم ووئيل د لودھراں نه تر خانيوال، ډيره غازي خان څخه تر مظفرګړھ موټروے د وفاق منصوبه ده٬ وفاق خپلو وسائلو څخه دا منصوبه جوړه كړې۔ ده ووئيل د دې حقيقت نه به زېن قرېشي خبر وي خو د رېكارډ سمولو لپاره مې دا تفصيل وړاندې كړو ۔ وزيراعظم ووئيل د خرڅونو د كمولو خبره شوې چې دا څنګه وكړو نو د وړاندې نه د پي ډبليو ډي د خاتمې اعلان شوے٬ يواځې د هغوي د تنخاګانو معامله نه ده ٬ د هغوي په كلن فناشنل لے آٶټ كښې كرپشن كېږي كوم چې د 50 نه تر 60 فيصده ښكاري۔ وزيراعظم ووئيل غړي به په پي ډبليو ډي كښې د بندر بانټ ذاتي تجربه وي٬ د دغې محكمې د خاتمې اعلان شوے او د خزانې وزير په مشرۍ كښې د ډاٶن سائزنګ او رائيټ سائزنګ لپاره كمېټي جوړه شوې چې نتيجه به ئې په يوه يا يوه نيمه مياشت كښې ايوان ته وړاندې كړې شي دغسې چې قام مشاهده وكړي چې په خرڅونو كښې كمے څنګه كېږي۔ ده ووئيل د سرې پحقله خبره شوې نو دا يو حقيقت دے چې مونږ له آئي اېم اېف سره په ګډه دا بجټ جوړول وٶ او كوم چې معروضي حالات دي دا د دې ??قا??ا وه۔ ده ووئيل كه د آئي اېم اېف نن ځواب راغے نو ايوان به سبا خبر كړو او دا اميد ساتل پكار دي چې دا به زېرے وي۔