اسلام آباد۔22جون(اے پی پی) د داخله وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې داخله وزارت كښې بهرنيو او په خاص توګه د چينائي وګړو تحفظ له د پورته كړې شويو اقدامات جاج اخستو له يوه مهمه غونډه وشوه په كومه كښې چې په هېواد كښې د امنيت مجموعي صورتحال ته پام وګرځولے شو۔ وفاقی وزیر د سېکیورټی پل??ن په اېس او پيز د عملدرآمد كولو هدايت وكړو۔ د داخله وزارت لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې داخله وزير د غونډې په موقعه خپلو خبرو كښې ووئيل د وضع کړې شوي پل??ن دې په هره كچه باقاعدګۍ سره مانيټرنګ وكړے شي او د هېواد دښمنه عناصر ناوړه عزائم ناكامه كولو له دې اړوندې څانګې نزدې رابطه ??ښې پاتې شي۔ ده ووئيل په سېکورټی پل??ن كښې به هېڅ ډول غفلت زغملے نه شي۔ په دې موقعه د داخله وزارت په شمول د اړوندو ادارو لخوا وفاقي وزير ته په سیکیورټی پل??ن او مجموعي صورتحال بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې وفاقي داخله سېكتر خرم علي آغا ٬ د نېكټا مشر ظاهر رائے ٬ کوآرډینېټر نېشنل اېکشن پل??ن، اړوندو ادارو او د داخله وزارت اعلی چارواكو ګډون وكړو