اسلام آباد۔13 جون (اے پی پی) په وفاقي بجټ 25-2024 کښې خبريالانو او ميډيا ورکرز لپاره هېلتھ انشورنس سكيم بحال کړے شوے دے?? د سکیم لاندې به په اولني پړاؤ کښې به د 5 زره خبریالانو او میډیا ورکرز هيلتھ انشورنس كيږي۔ د ??ې خبرې اعلان د خزانې او ريونيو وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د ش??رؤ په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د 25-2024 كال وفاقي بجټ وړاندې كولو په مهال وكړو۔ ده ووئيل چې د ياد ش??ي سكيم له مخې به په لومړي پړاو کښې د ټول هېواد د 5000 خبريالانو او ميډيا وركرز هېلتھ انشورنس ك??لې شي او په دويم پړاؤ كښې به لس زره نورو خبريالانو او ميډيا وركرز ته دا بنيادي حق وركولے شي۔ ده ووئيل چې كله وزيراعظم شهباز شريف د دوهم ځل لپاره د وزيراعظمۍ چوكۍ سنبال كړه نو دغې وروستو يې د خبريالانو او ميډيا وركرز لپاره د هېلتھ انشورنس بحالولو امر وكړو۔ ده وئويل زه نن خپلو خبريالانو وروڼو ته د دې سكيم د بحالۍ زېرې وركوم۔