اسلام آباد04 جون (اے پی پی) د پاكستان ??و چين كمپنو ترمينځه به د مفاهم 16 يادښتونه لاس ليك كېږي۔په چين كښې د پاكستان ??فير خليل هاشمي٬د سرمايه كارۍ بورډ سېكرټري او اېډېشنل سېكرټري د پاكستان چين بزنس كنفرنس په اړه بريفنګ وركړو۔د نهې په ورځ د پلاننګ كمېشن د اړخه جاري شوي بيان له مخې د پاكستان ??فير خليل هاشمي ووئيل د چين كمپنو بزنس كنفرنس كښې خوښي څرګنده كړې او دا يو غېر معمولي ايونټ د??٬د??سې د چين 700 نوموړي كاروباري شخصياتو په د?? فورم كښې ګډون لپاره خپل ځان ??جسټرډ كړے ۔خليل هاشمي ووئيل د پرانستې غونډې ته به وزيراعظم شهباز شريف خطاب كوي۔پرانستې غونډې نه پس به بزنس ټو بزنس غونډه كېږي۔ده ووئيل وزيراعظم به د پرانستې غونډې څخه وړاندې د پاكستان كاروباري شخصياتو سره ملاقات كوي۔د سرمايه كارۍ بورډ سېكرټري ووئيل د پرانستې غونډه كښې به د شمسي توان ??مكانات٬ګوادر بندر ګاه او په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ماحول په سرخطونو بريفنګ وركولې شي٬ په غونډه كښې به د پاكستان ??و چين كمپنو ترمينځه د مفاهم 16 يادښتونه هم لاس ليك كېږي۔