اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د قانون او انصاف ??فاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي د عسکري ??دا??و او د پاکستاني اولس په مرسته به د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بريالي كېږو٬ وزيراعظم د سوشل ميډيا په اړه اتهارټي جوړولو لپاره كمېټي جوړه كړ??٬ د پاكستان ځواكونو د ترهګرۍ مخنيوي لپاره بلها قربانۍ وركړي٬ د پاكستان قام په دې سخت وخت كښې د ايران خپلو وروڼو خوېندو سره ولاړ دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د پي ټي وي په هېډكوارټر كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د ايران صدر په مړينه ټول پاكستانے قام غمژن دے٬ صدر او وزيراعظم د غمرازۍ پېغامونه جاري كړي٬ د ايران صدر په دې وروستيو كښې د پاكستان دوره كړ??٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې په زياتولو خبرې شوي ٬ دغسې د تجارت په زياتولو هم خبره شوې۔ وفاقي وزير ووئيل د ډيجيټل ميډيا په اړه د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كښې قانون سازي شوې٬ وزيراعظم د سوشل ميډيا په اړه اتھارټي جوړولو لپاره كمېټي جوړه كړ??٬ كمېټي به اړوندو سره د مشاورت نه وروستو سفارشات وړاندې كوي۔ ده ووئيل د سوشل ميډيا د لارې كركه ايز پېغامونه هم خپرېږي٬ په سوشل ميډيا نور غېر قانوني او غېر اخلاقي مواد هم وي۔ اعظم نذير تارړ ووئيل د پاكستان وسله والو ځواكونو د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړي٬ د عسکري ??دا??و او د پاکستاني اولس په مرسته به د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بريالې كېږو٬ د اولس د ځان او مال حفاظت د انتظاميه ذمه واري ده٬ ده ووئېل پوليس ته به د وفاقي حكومت لخوا هر ډول مرسته وركولې شي٬ عدالتونو له د آئين او قانون له مخې انصاف ??ول دي، عدالتي معاملې په عدالتونو كښې حل كېږي ٬ په پولو او د هېواد دننه په چېلنجونو قابو موندل د پاكستان د وسله والو ځواكونو ذمه واري ده، ده ووئېل پاکستان ته رامخې ته معاشي چېلنجونه د ټولو په وړاندې دي ٬ دا وخت د يو كېدو دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل پاكستان د پورونو د دلدل نه بهر كولو لپاره غېر ملكي سرمايه كارۍ ته اړتيا ده٬ په هېواد كښې د امن او امان د قانون نافذ كوٶنكو ??دا??و ذمه واري ده٬ ده ووئېل د هېواد بهترۍ لپاره به ټولو له په ګډه كار كول وي۔