اسلام آباد 16 مئی (اے پي پي) اېشين ډوېلپمنټ بنك(اے ډي بي)معاشي اس??حك??م ته ودې وركولو لپ??ره د پاكستان حكومت فعاله اقدامات او هڅې ستائېل ي۔دا خبره د آسيائي پرمختيائي بانك متبادل ايګزېكټو ډائرېكټرز د زيارت په ورځ د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب سره ملاقات كښې كړې۔په ملاقات كښې د پاكستان او د آسيائي بانك ترمينځه د روانې او سباؤن مرستې په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د خزانې وزير د پلاوي غړو هركلے وكړو او د پاكستان معاشي حالات كښې په ښه والي ئې رڼا واچوله۔وفاقي وزير د ټيكس جال كښې د پراختيا او ټيكس نظام ډيجيټل جوړولو د ضرورت په اهميت هم رڼا واچوله۔ده ووئيل د اېف بي آر په ډيجيټلائزېشن كښې مرستې لپ??ره د ميكنزي اينډ كمپنۍ خذمات ترلاسه شوي كومې څخه به چې نه يواځې ريونيو بلكه د ټيكس وصولۍ نظام سپيځلتيا كښې هم زيااتوالے راشي ۔د خزانې وزير سركاري كاروباري ادارو كښې د اصلاحات او نجكارۍ ايجنډې لپ??ره د حكومت د عزم پخلے وكړ??۔د آسيائي پرمختيائي بانك پلاوي معاشي اس??حك??م ته ودې وركولو لپ??ره د پاكستان د هڅو ستائنه وكړه۔ده د پاكستان په اقتصادي رفتار د باور څرګندونه وكړه او د دې پرمختګ او مرستې لپ??ره د بانك د عزم ئې پخلے هم وكړ??۔د خزانې وزير د آسيائي پرمختيائي بانك پلاوي دوره او د پاكستان معاشي بحالۍ او پرمختګ هڅو كښې په پرله پسې مرسته د هغوي مننه وكړھ۔ده د خزانې وزارت لخوا د پورته كوونكو بېلو ګامونو كښې د بانك د ډلې د مرستې اعتراف هم وكړو۔