اسلام آباد۔29 اپرېل(اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي وئيلي دي چې د اسټېبلشمنټ او عمران ترمينځه د ډيل په اړه هېڅ معلومات نه لرم٬ ای سی اېل کمېټۍ د رولز لاندې د ځنيو كسانو نامې ويستلې دي٬ دا د معمول كارروائي وي٬ په غېر قانوني توګه د جاري شويو تورو شيشو ټول پرمټونه منسوخ كوؤ٬ اسلام آباد ټرېفك پوليس به نن څخه د ګرد هېواد كومې هم برخې سره تعلق لرونكي ته اسلام آباد څخه د ډرائيونګ لائسنس اجرا كوي٬ د وفاقي پلازمينې 70 كاله څخه د زيات عمر لرونكو وګړو لائسنس به د هغوي په كور جوړولے شي٬ د پاسپورټ په اجرا كښې د تاخير ځينې سببونه دي٬ د پاسپورټ اتھارټي د جوړولو حامي يم٬ داخله وزارت به زر تر زره په دې اړه قانون سازۍ لپاره د ډرافټ په اړه وفاقي كابينه خبر كري۔ ده د ګل په ورځ په اېف نائن پارك كښې د اسلام آباد ټرېفک پولیس لخوا د موبائل لائسنس و لرننګ وینز ، ټرېفک پولیس ایجوکیشن سروس اجرا په موقعه خبريالانو سره خبرې كولې۔ داخله وزير د ټرېفك پوليس لخوا د پېل كړې شوي دواړو سر??سز پرانسته وكړه او د موبائل وېن معائنه يۍ هم وكړه۔ آئی جی اسلام آباد په دې موقعه وفاقي وزير ته بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير ??وئ??ل د اسلام آباد وګړو ته ټولې ممكنه آسانۍ وركول زما تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ ده ??وئ??ل مونږ د كالجونو او پوهنتونونو زده كوؤنكو ته د هغوي په تعليمي ادارو كښې د لرنر لائسنس اجرا كولو او د تجديد آسانۍ وركولو سروس په باقاعده توګه پېل كوؤ دغسې چې د هغوي وخت بچ كړے شي۔ ده ??وئ??ل اسلام آباد منشیات او تجاوزات څخه پاك ښار جوړولو له كار پېل كړے شوے دے۔ ده ??وئ??ل د پوليس شهيدانو د كورنيو او د پوليس خېر ښېګړه هم زما په ترجيحات كښې شامل ده۔ ده ??وئ??ل نن سهار ما په لاهور كښ د پاسپورټ آفس دوره وكړه چرته چې وګړو د شكايتونو انبار لګولې وو۔ په دې مې د پاسپورټ آفس ټوله ډله بدله كړه۔ ده ??وئ??ل د پوليس محكمه جوائن كوؤنكو ته دې دا معلومه شي چې دا 24 ساعته نوكري ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئ??ل د اسلام آباد په ټولو كمرشل سيمه كښی به د پاركنګ آساني باوري كول?? شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئ??ل د عمران خان او اسټېبلشمنټ ترمينځه د ډيل په اړه هېڅ معلومات نه لرم۔ څوكه چې دا وائي چې د پاك پوځ سرلښكر سره خبره كول دي هغوي څخه دې تفصيلات معلوم كړ?? شي۔ د اي سي اېل كمېټۍ په سفارش چې كومې نامې ويستلې شوي دي هغه د معمول كارروائي ده ٬ دا دې كوم څيز سره ونه تړل?? شي۔ ده ??وئ??ل اسلام آباد ټرېفك پوليس ته هدايت شوے چې هغه نن څخه اسلام آباد كښی موجود د هېواد د كومې هم سيمې وګړي ته لائسنس جاري كړي۔ څوك دې د مسقلې يا عارضي پتې په بنياد اسلام آباد څخه بهر ونه لېږل?? شي۔