اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي ??زير محسن نقوي د غير موثر او په زائد المعياد شناختي كارډز د جاري موبائل سمز بندولو امر كولو سره وئيلي دي ګرد هېواد كښې دې ماډل نادرا دفترې جوړې كړې شي، د اولس سهولت لپاره د ډيتھ سرټيفکيټ فيس ختموٶ ۔ وفاقي ??زير دا خبره د زيارت په ورځ د نادرا هيډ کوارټر دورې په مهال غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ نيشنل ډيټا بيس اينډ رجسټريشن اتھارټي هيډکوارټر ته په رسېدو د نادرا چيئرميې ليفټيننټ جنرل محمد منير افسر د وفاقي ??زير محسن نقوي هركلے وكړو٬۔ په دې موقع وفاقي ??زير د هېډكوارټر د ودانۍ دور?? وكړه او د پرننټنګ پشمول د ټولو څانګو ئې مشاهد?? وكړه۔ ده ووئيل د ماډل نادرا آفس جوړېدو سره به د سروس په ډليوري كښې بهتري راشي او اولس ته به سهولت ترلا??ه شي۔ ده ووئيل نادرا د پاکستان پېژندګلو ده۔ ده ووئيل په پنجاب كښې د ماډل تهاڼو جوړېدو سره اولس ته سهولت سره د پوليس امېج كښې هم بهتري راغلې۔ ده ووئيل د زېږون٬ مړينې٬ واده ا?? طلاق د سندونو په موثره ډول حل لپاره د يونين كونسل دفترو سره په ګډه آسان نظام دې معرفي كړے شي۔ په دې موقع وفاقي ??زير د نادرا د موجوده چئيرمېن ليفټيننټ جنرل محمد منير افسر د غوره كاركردګۍ سره سره په سول رجسټرېشن كښې په بهترين خدمات د ادارې د سروسز هم ستائن?? وكړه۔ په دې موقع وفاقي ??زير ته د نادرا په هيډ کوارټر كښې د ټولو څانګو په اړه بريفنګ وركړے شو ۔ وفاقي ??زير په دې مهال د نادرا دفتر په انګڼ كښې د شجركارۍ كمپائن له مخې بوټې هم نال كړو۔ په غونډه كښې داخله سېكرټري خرم آغا٬ د نادرا بورډ ممبرز او نورو چارواكو ګډون كولو۔