اسلام آباد۔23مارچ(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د تحریک آزادۍ د لارښودو د زياتو او پرله پسې ستړو په نتيجه كښې د سوئيلي آسيا مسلما??ان?? لپاره د يو جلا وطن خوب ريښتيا شو ، زمونږ پلار نيكه پا??ست??ن لپاره ځانګړې قربانۍ وركړې٬ د ګرانۍ ٬ بې روزګارۍ ٬ ګرځنده قرضو ٬ ماليتي او تجارتي خسارې او د ترهګرۍ په شمول هېواد ته پېښو ټولو چېلنجونو څخه خبر يؤ٬ د پياوړې پالېسي اصلاحات د لارې د هېواد د معاشي بحالۍ او سوكالۍ عزم لرؤ۔ د پا??ست??ن ورځې په مو??عه خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل زه په دې ورځ پا??ست??ني اولس او بهر هېوادونو كښې مېشته پا??ست??نيانو ته د زړه له كومي مباركي وركوم۔ ده ووئيل 23 مارچ زمونږ د تاريخ يوه مهمه ورځ ده۔ كال 1940 كښې هم په دې ورځ مسلما??ان?? د تاريخي “قرارداد لاهور” د لارې د يو جلا هېواد غوښتنه وكړه۔ د تحریک آزادۍ د لارښودو د زياتو او پرله پسې ستړو په نتيجه كښې د سوئيلي آسيا مسلما??ان?? لپاره د يو جلا وطن خوب ريښتيا شو او په 14 اګست 1947 پا??ست??ن د نړۍ په نقشه د يو آزاد هېواد په حېث رامخې ته شو۔ ده ووئيل پا??ست??ني اولس په 8 فروری 2024 شويو ټول ټاكنو كښې خپل لارښود وټاكل چې په نتيجه كښې يۍ په وفاقي او صوبائي كچه حكومتونه جوړ شوي دي۔ ده ووئيل مونږ پا??ست??ن ته پېښو سختو چېلنجونو څخه ښه خبر يؤ په كومو كښې چې ګراني ٬ بې روزګاري ٬ د توان څانګې مخ په زياتېدونكې ګرځنده قرضه او تر ټولو زيات د ترهګرۍ مسئله ده۔ ده ووئيل د يو قوم په حېث به مونږ له د دې غېر معمولي حالاتو مقابله كول وي۔ ده ووئيل راځۍ چې نن پا??ست??ن د امن ٬ پرمختګ او استحكام مركز جوړولو له د خپل كلك لوظ پخلے وكړؤ۔ ده ووئيل راځۍ چې په ګډه يو داسې هېواد لپاره هڅې وكړؤ كوم چې هر ډول مذهبي ٬ نسلي او سياسي تفريق څخه پاك وي او چرته چې زمونږ د ګډې اقدار وده ومومي ٬ تل دے وي پا??ست??ن۔