اسلام آباد۔9مارچ (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) او نورو اتحادی ګوندونو صدارتي كانديد آصف علی زرداری د 411 ووټونو په ترلاسه كولو صدر مملكت ټاكلے شوے دے۔ د ده په م??اب??ه كښې د مخالفې ډلې ګوندونو كانديد محمود خان اچکزئی 181 ووټونه ترلاسه كړل۔ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري كړې شويو غېر حتمي سركاري ??تي??و له مخې د صدر مملكت ټاكنې لپاره په مجموعي توګه په پارليمنټ او څلور واړو صوبو كښې 5 پولنګ سټېشنونه جوړ كړې شوې وو۔ په قومي اسمبلي هال كښې د قومي اسمبلۍ او سېنېټ غړو لپاره جوړ كړې شوي پولنګ سټېشن څخه د حكمران اتحاد كانديد آصف علي زرداري د 411 ووټونو په ترلاسه كولو كامياب وګرځولے شو ٬ د ده په م??اب??ه كښی د سني اتحاد كونسل او نورو مخالفو ډلو كانديد محمود خان اچكزئي181 ووټونه ترلاسه كړل۔ د قومی اسمبلۍ ، سېنېټ او څلورو واړو صوبو ټولو 1044 غړو د رايې حق وكارولو۔ د حكمران اتحاد كانديد 411 ووټونه ترلاسه كړل۔ د پولنګ عمل تر 4 بجو روان پاتے شو۔ د اعلان شوې ??تي??ې له مخې د صدر مملكت ټاكنې لپاره په الېكټورل كالج كښې ټول ووټونه 1185 وو په كومو كښې چې 92 نشستونه خالي دي۔ ټولو 1044 ووټرانو د رايې حق وكارو??و په كومو كښې چې د 9 ووټرانو ووټونه مسترد كړې شول۔ 1035 ووټ سم وګرځولې شول۔ د پریذائیډنګ افسرانو لخوا د حتمي ??تي??ې ترلاسه كېدو څخه وروستو به د الېكشن كمېشن لخوا د كامياب كانديد نوټيفكېشن د اتوار په ورځ جاري كولې شي۔