اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د دفاع سېكرټري ليفټنينټ جنرل(ر)حمود الزمان خان د سري لنكا دورې په موقع د سري لنكن صدر٬دفاع وزير٬چيف آف صدارتي سټاف سره جلا جلا ملاقاتونه كړي٬د دفاع سېكرټري 4 م پاكستان سري لنكا خبرو كښې هم ګډون كړے۔د دفاع وزارت وياند له مخې دفاع سېكرټري جنرل(ر)حمود الزمان خان د 3 جنورۍ نه تر 4 جنورۍ 2024 په 4 پاكستان سري لنكا ډيفنس ډائېلاګ كښې ګډون لپاره د سركاري دوره كړې۔د دفاع سېكرټري صدارتي سېكرټرېټ كښې صدر رانيل وكرما??نګ??ے سره ملاقات كړے۔صدر ??وك??ما ??نګ??ے د پاكستان دفاع سېكرټري تود هركلے كړے او سيمه ايزې سلامتيا او دوه اړخيزه دفاعي اړيكو قوي كولو په اړه ئې د خيالاتو څرګندونه كړې۔په ملاقات كښې د سري لنكا دفاع په اړه وزير مملكت٬د صدر د قامي سلامتيا مشر صلاحكار او چيف آف صدارتي سټاف ساګالارتنائيكا ګډون كړے۔د دفاع سېكرټري سينئر پوځي چارواكو سره څلورم پاكستان سري لنا دفاعي مذ??كر??ت كښې ګډون كړے كومې چې د 3 جنورۍ 2024 په مهال د كولمبو سري لنكا ډيفنس هېډكوارټرز كمپليكس كښې شوې۔د پاكستان پلاوي مشري لېفټيننټ جنرل(ر)حمودالزمان خان كوله او د سري لنكا د دفاع سېكرټري جنرل كمال ګونات??ے اعلٰی كچ خبرو كښې د كوربه پلاوي مشري كوله ۔دواړو ډلو دې څخه وړاندې دفاعي خبرو كښې د شوو پريكړو د پېشرفت جائزه واخست او د مسئلو حل كولو په طريقو ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د تربيتي ت??ادلو پروګرامونو٬دوه اړخيزه دفاعي مشقونو٬د سلامتيا شريكو اندېښنو٬سمندري مرسته زياتولو او د پوځي تكنيكي پوهې تبادلو پشمول دفاعي مرسته لا زياتولو په اړه خبرې شوي ۔۔