کراچۍ 01 جنوري (اے پي پي) د پاكستان پيپلز ګوند صدر اصف علي ز??دا??ي د نوي كال په پي?? كيدو د نيكو هيلو څرګندونه كولو سره د امن لپاره دعا وكړه۔ پخواني صدر وئويل چې په غزه کښې د انسانانو قتل عام په دې وخت کښې د نوي کال خوشحالۍ په غم كښې بدل شوې۔د مقبوضه کشمیر وګړي د هندي پوځ د ظلمونو سره مخ دي ۔اصف علي ز??دا??ي وئیلي مونږ باید د هر ډول كركه او عدم ب??دا??ت سوچ له ماتې وركولو سره د سولې، پرمختګ او سوکالۍ لپاره کار وکړو۔ اصف علي ز??دا??ي ووئيل پاکستان د طوفانونو له امله سېلاب سره مخ شوې ؤ۔ بے روزګارۍ او ګرانۍ د وګړو ژوند ستونز سره مخ كړې ، ده ووئيل چې د پاکستان پیپلز ګوند د راتلونکي کال د فرورۍ په اتمه نيټه په ټاكنو كښې د وګړو په عدالت كښې حاضريږي ۔ ده ووئيل چې د پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو ز??دا??ي لس نکاتي منشور به د هېواد پرمختګ او د اولس د سوكالۍ لپاره د كاميابي ث??بته شي۔ آصف علي ز??دا??ي دعا وكړه چې كال 2024ء به د پاكستان او په خاص توګه د افغانستان لپاره د امن، خوشحالۍ او بركتونو كال ثابت شي۔ ده ووئيل د پاكستان پوځ او د پوليس افسرانو او اهلكارو د محنت او قربانۍ په نتيجه كښې په پاكستان كښې امن بحال شوے۔ ده ووئيل د هېواد پرمختګ او د اولس خوشحالي د پاكستان پيپلز ګوند منشور دے۔پاکستان پيپلز ګوند به ټولټاکنو كښې بريا ترلاسه كولو سره د هېواده څخه لوږه، بې روزګاري، ګراني او اقتصادي بدحالي ختموي۔