اسلام آباد۔ 18 دسمبر (اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئيلي دي د پاكستان او قطر ترمينځه د ملګرتيا مضبوطې اړيكې په مذهبي ٬ كلتوري او اولسي تړون اډانه دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د قطر قامي ورځې په موقع د قطر مشرتابه او اولس په نامه د مباركۍ خ??ل پېغام كښې وكړه۔ د ګل په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چیئرمېن د قطر د امیر شیخ تمیم بن حماد الثانی او وزیر اعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن الثانی د زيركه مشرتابه ستا??نه كولو سره ووئيل د قطر مشرتابه د سيمې په پرمختګ او د امن بحالۍ كښې مثبت كردار ترسره كړے ۔ ده ووئيل د پاكستان او قطر ترمينځه د ملګرتيا مضبوطو اړيكو بنياد ??ه مذهبي ٬ كلتوري او اولسي تړون اډاڼه ??ے۔ ده د پاكستاني اولس لخوا د قطري امير او د قطر مشرتابه لپاره د احترام څرګندونه وكړه۔ د سېنېټ چيئرمېن په لوبو ٬سرمايه كارۍ او تجارت كښې د قطر د كاميابو ستا??نه وكړه۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پاكستان او قطر ترمينځه تلپاتې ملګرتيا لا مستحكمولو له هيله مند يؤ كومه چې دواړو هېوادونو لپاره د لا سوكاله سباؤن سبب ګرځېدې شي