دوبئی۔3??سم??ر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې د متحده عرب ??ما??ات لخوا موسمياتي بدلونونو په خاص توګه ګلوبل ساؤتھ كښې د دې كمولو له سرمايه كارۍ لپاره د 30 بلين ډالرو فنډ اعلان يو زړه ور او تاريخي اقدام دے۔ د متحدہ عرب ??ما??ات ورځپاڼې الاتحاد سره يوه خصوصي مركه كښې وزيراعظم د نړيوال موسمياتي كنفرنس په زړه پورې كوربتوب كولو صدر عزت مآب شیخ محمد بن زاید او د متحده عرب ??ما??ات حكومت ته مباركي وركړه۔ نګران وزيراعظم د متحدہ عرب ??ما??ات مؤسس شېخ زېد بن سلطان النهيان ته د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو مضبوط بنياد كېښودلو د عقيدت پېرزوئينې وړاندې كړې۔ ده ووئيل د متحدہ عرب ??ما??ات لخوا د موسمياتي فنډ اقدام د ډاډګيرنې وړ دے او دا به په نړيواله كچه او په خاص توګه په ګلوبل ساؤتھ كښې په كوټلې منصوبو كښې شمېرلې شي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان موسمياتي بدلون د قومي سلامتيا چېلنج او يوه شريكه نړيواله مسئله ګڼي۔ ده ووئيل په دې مفروضه بايد باور ونه لرلې شي چې د اوچ كالۍ د لاسه به يو خاص هېواد ځپلے شي ٬ يا سمندري طوفان به كم خاص قوم په نښه كړي٬ يا ګلېشير به خاص سيمو كښې ويلې كېږي۔ ده ووئيل موسمیاتی بدلون خپل شكل بدلوي كوم چې ګرده نړۍ اغېزمنه كوي۔ انوار الحق كاكړ د عزم او اقد??ما??و سره د موسمياتي بدلونونو مسئلو حل كولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د سائني او تجرباتي شواهدو د لارې دې د حكومتونو لارښودنه و كړې شي۔ وزیر اعظم انوار الحق کاکړ د موسمياتي تخفيف حوالې سره په موسمياتي جنګ كښې د پاكستان په هڅو رڼا اچولو سره ووئيل زمونږ هېواد د عرب ??ما??ات په مشرۍ كښې کلائمېټ فنډ څخه هم ګټه پورته كولې شي۔ نګران وزيراعظم د یو اے ای او پاکستان ترمينځه د موسمیاتی تخفیف، ??وافقت، آب و هوا او مالیات په شمول په نورو څانګو كښې د تلپاتې ه??كارۍ په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل مونږ په تېرو څو ورځو كښی دوه اړخيزه لوظنامې لاس ليك كړې۔ نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د كركيلې ٬ فوډ سېكېورټي ٬ كان كنۍ ٬ آئي ټي ٬ صنعت او د منوفېكچرنګ په څانګو كښې ممكنه همكاري په ډاګه كړه او په خاص توګه د هېواد 14 ملين آبادي نظر كښې نيولو سره يۍ ووئيل زمونږ په آبادۍ كښې د 65 فیصده عمرونه 25 كاله څخه كم دي او هغوي په نړيوالو ژبو كښې خبرې كولې شي۔ ده زياته كړه چې متحدہ عرب ??ما??ات مناسبه سرمايه لري كومه چې په بېلو څانګو كښې ه??كاري عملي كولې شي