لاهور ۔26نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو ٬ خپرونو او پارليماني چارو نګران وفاقي وزير مرتضیٰ سولنګی د پاكستان ټيلي ويژن په 59 مه كاليزه د پي ټي وي ملازمينو ته مباركي ور??ولو سره وئيلي دي د پاكستاني ??يلي ويژن د پروقار خپرونو 59 كلن سفر د قومي تشخص او ځلنده رواياتو امين دے ۔ دا خبره ده د اتوار په ورځ د پي ټي وي د 59 كاليزې دستورې ته خطاب كښی وكړه۔ په دې موقعه د پنجاب اعلی وزير محسن نقوی هم موجود وو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې مرتضی سولنګي ووئيل چې پي ټي وي د پاكستان قامي براډ كاسټر دے ، 59 كاله وړاندې زما اس??اذ اسلم اظهر د يوې پخوانۍ ودانۍ په صحن كښې ټېنټ ولګولو او د پي ټي وي خپرونې يۍ پېل كړې۔ په دې موقعه ده په دستوره كښې د نګران اعلی وزير محسن نقوي هركلي كولو سره ده ووئيل نګران وزيراعلی محسن نقوي پخپله براډ كاسټر او خبريال پاتے شوے دے٬ ده دا سفر پخپله هم كتلے دے۔ په پنجاب كښې د رامخې ته شويو بدلونونو له امله اوس هر چاته دې محسن ښك??ري۔ ده ووئيل په پنجاب كښې چې ما څومره بدلونونه ليدلي دي نو داسې راته ښك??ري چې دې به د پنجاب شېر شاه سوري جوړ شي۔ په دې موقعه نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي او وزيراعلی محسن نقوي د پي ټي وي ملازمينو سره په ګډه د پي ټي وي د 59 كاليزې كېك كټ كړو او دوئي ته يۍ مباركي ور??ړه۔ ور??ستو دواړو د پي ټي وي لاهور سنټر بېلو برخو دوره وكړه۔