اسلام آباد 17نومبر (اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي د رنځونو څخه بچ كېدو لپاره د علاج معالجې په ځاے د احتياطي تدابير خپلولو په ضرورت زور راوړولو سره وئيلي دي د خوراك او د ژوند طرز په بدلولو د زړه د رنځ او فالج څخه وګړے بچ كېدے شي٬ دې څخه به نه يواځې د رنځ خطرې بلكې د قامي روغتيا په نظام بوج هم كم شي۔د جمعې په ورځ په پېښور كښې د پاكستان سوسائټۍ آف كارډيو ويسكولر اينډ تهوراسك سرجنز 12م دوه كلنه كنفرنس ته د ويډيو لنك د لارې خطاب كښې صدر ووئېل د احتياطي تدابير څخه نه يواځې د رنځ خطر بلكې د قامي روغتيا په نظام بوج هم كمېږي۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل په ځوانانو كښې هم د زړه رنځ تشخص كېږي٬ څوك چې د زړه رنځ د اوږدې مودې علاج ??و سرجري د زغملو نه وي ٬ځكه د صحت مند خوراك استعمال٬فعاله طرز خپلول او د تماكو استعمال پرېښودلو سره د زړه په رنځ د قابو موندلو هڅو مثبت اثرات مرتب كېږي۔ده ووئيل قام د كووېډ 19 وبائي رنځ مخ ن??وي لپاره په زړه پورې هڅې كړي۔ده د زړه رنځونو مخ ن??وي ته ترجيح وركولو لپاره د هغسې جذبې او په اهداف اډانه تګلارې خپلولو زور راوړو۔ په دې مهال صدر د زړه او چيسټ په اړه د هېلت ك??ئر پریکټیشنرز ترتيب او پېشه وره پرمختګ كښې په سرمايه كارۍ زور راوړو۔ده ټيلي ميډيسن او د ټېكنالوجي اهميت رامخې ته كړو دغسې چې په لرې پرتو سيمو كښې د صحت په اړه مشورې٬تشخيص او د نګرانۍ آسانۍ وركړې شي۔