اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي د سي پېك منصوبو بشپړ??لو پحقله د حكومت د عزم پخلي ك??لو سره وئيلي دي په سي پېك منصوبو په پېشهوره ډول كار روان دے، د آل پاکستان چائنيز انټر پرائزز ايسوسي ايشن د 201 نه زياتو كمپنو تر اوسه په پاکستان كښې 25 اربه ډالره سرمايه كاري كړې٬ 85 زره كسانو ته ئې روزګار وركړے ٬ د اطلاعات وزارت به چائنيز انټر پرائزز سره هر ممكن مرسته كوي۔ دا خبرې ده د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې د آل پاکستان چائنيز انټرپرائزز ايسوسي ايشن تر سېوري لاندې د “سي پېك لس كاله” په سرخط د رپورټ اجراء دستورې ته خپلې ??ېنا كښې وكړې۔ پ?? دې موقع وفاقي وزير د پاکستان چائنا انسټيټيوټ د هلو ځلو ستائنه ك??لو سره ووئيل دا دستوره به د نړۍ په وړاندې چائنيز انټر پرائزز لخوا په پاكستان كښې شوے مهم او شاندار كار رامخې كړي۔ ده ووئيل د پاکستان چائنا انسټيټيوټ د چائنيز انټرپرائزز هلو ځلو ته وده ورك??لو او په اولس كښې شعور بېدار??لو له مهم كردار لوبوي۔ ده ووئيل چائنيز انټر پرائزز چې په كوم پېشه وره ډول او مستقل مزاجۍ سره د نړيوال فشار باوجود په سي پېك كار روان ساتلے د پاكستان او چين حكومتونو سره سره نړيوالې ??يډيا هم د دې هلو ځلو ستائنه كړې ده ۔ وفاقي نګران وزير ووئيل د آل پاکستان چائنيز انټر پرائزز ايسوسي ايشن رپورټ كښې تل پاتې پرمختګ لپاره لائحه وضع كړې شوې كومه چې يواځې تر موټروېز او پاور پلانټس محدود نه ده بلكې په ماضي كښې د تهر او ګوادر غوندې نظر انداز كړے شوو سيمو كښې ځائي كمپونيټز اختيار منده جوړ??لو كښې هم مهم كردار لوبوي۔ ده د پاکستان چائنا انسټيټيوټ لخوا جوړ كړے شوے د ھغه دستاويزي فلم چې پكښې په پورټ قاسم کول پاور پلانټ كښې مېرمنې ډمپر ټرکس چلوي ذكر ك??لو سره ووئيل دا ھغه بدلون دے كوم چې مونږ له نړۍ ته رامخې ته ك??لو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل په ګوادر كښې فقير پرائمري سکول او د پاك چائنا ټيکنيکل اينډ ووکيشنل انسټي ټيوټ چائنيز انټر پرائزز لخوا رامخې ته شوے بدلون دے۔ وفاقي وزير د ګرين ډويلپمنټ، اسپيشل اکنامک زونز، ټيکسټائلز، زراعت او په ډيجيټل اکانومي كښې د مرستې زياتېدو هم ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د صدر شي جن پنګ په خاص بلنه وزيراعظم انوار الحق کاکړ پ?? دې وروستيو كښې په بېلټ اينډ روډ فورم كښې ګډون كړے چې پكښې دواړٶ هېوادونو د پاك چين په ستراتېژك مرسته آډانه شراكتدارۍ لپاره د خپل عزم پخلے كړے او په بېلا بېلو څانګو كښې ئې خپله مرسته لا ق??ي كړې٬ده په مهم مسئلو د يو بل ملاتړ رامخې ته كړو او نړيوال اقتصادي پرمختګ ته وده ورك??لو كښې ئې د بېلټ اېنډ روډ انيشي ايټو په اهميت زور رواړو۔ نګران وزير مرتضيٰ سولنګي ووئيل پ?? دې فورم كښې سي پېك د بي آر آئي له مخې د يوې مهمې منصوبې په توګه تسليم كړې شوې او دواړو ډلو د دې پرمختګ لا زيات??لو ته اتفاق كړے٬ دې سره سره په يو شمېر لوظنامو او د تفاهم په يادښتونو هم لاسليك شوے چې پكښې انفراسټرکچر، مائننګ، صنعت، ګرين ډويلپمنټ، صحت، اسپيس کوآپريشن، ډيجيټل معيشت او نور شامل دي ۔ ده ووئيل وزيراعظم انوار الحق کاکړ صدر شي جن پنګ ته د پاكستاسن دورې بلنه ورك??لو سره د دوه اړخيزه اړيكو په لا ق??ي ك??لو زور رواړے۔ ده ووئيل د اطلاعات او خپرونو وزارت به د شريكې ګټې په څانګو كښې چائنيز انټر پرائزز ته د هر ډول ممكنه مرستې ورك??لو كردار لوبوي۔ وفاقي وزير ووئيل د اطلاعات وزارت سره تړون لرونكې ادارې پاکستان ټيلي ويژن، پاکستان براډ کاسټنګ کارپوريشن او ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان وړاندې نه د ميډيا مرسته زيات??لو لپاره د چين خپل هم عصر ادارو سره په منظم فريم ورك كښې مشغولې دي۔ ده پ?? دې موقع د سي پېك په منصوبو كښې د عوامي جمهوريه چين د س??ار??خانې د مرستې او هلو ځلو هم ستائنه وكړه