اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د ګلګت بل??ستان اولس ته د جنګ آزادۍ په 76 كالو ترسره كېدو مباركي وركولو سره وئيلي دي د ګلګت بل??ستان اولس د بې مثاله قربانيو څخه د آزادۍ نعمت ترلاسه كړے٬ د پاكستان حکومت به په ګلګت بل??ستان كښې پرمختګ،امن، خوشحالۍ او د زلمي كول بهترۍ لپاره بشپړ كردار لوبوي، قامي يوالي، مذهبي همغږۍ او د شريك سوله ايز سباٶن د لارې د دښمن ناوړه عزائم به ناكامه كول وي۔ د شورو په ورځ وزيراعظم انوارالحق کاکړ د ګلګت بل??ستان د آزادۍ جنګ په 76 كالو ترسره كېدو خپل پېغام كښې ووئيل نننۍ ورځ د ګلګت بل??ستان او ټول پاكستان لپاره ډېره د ا??مي?? وړ ده او د نن نه 76 كاله اګاهو د ګلګت بل??ستان غېرت مند اولس د پاكستان جوړېدو نه پس د ډوګرا راج په ضد د کيپټن مرزا حسن خان او د صوبېدار ميجر بابر غونډې د مېړنو او زړه ورو مشرانو په قيادت كښې د مړانې او زړه ورتيا مظاهره كړې او هندو سامراج ګوډاګے ګورنر ګھنسارا سنګھ ئې د وسلې نه لاس په سر كولو مجبور كړے او د ګلګت بل??ستان بهادر اولس پاکستان سره الحاق ته ترجيح وركړې۔ ده ووئيل د ګلګت بل??ستان آزادي زمونږ اثاثه او د فخر سرمايه ده او د خپل نوعيت ځانګړې كارنامه ده او د دې تاج د ګلګت بل??ستان وګړو د نومبر په وړومبۍ نيټه كال 1947 كښې خپله پاكستان ته په سر كړے او د خپل غېر مشروط٬ بې مثله مينې سره ئې ثابت كړې چې مونږ به د پاكستان پرمختګ او استحكام لپاره هر ډول قربانۍ نه ډډه نه كوٶ۔ ده ووئيل زه يو ځل بيا د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير اولس سره د يووالي څرګندونه كوم او پاكستان به د كشميريانو سياسي، سفارتي او اخلاقي مرسته تر ھغې جاري ساتي تر څو چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق نه وي ترلاسه شوے۔ ده ووئيل زه نن نړۍ ته دا پېغام وركول غواړم چې مونږ د فسلطين او كشمير كشالو سوله ايز حل غواړو او د ??بل?? اول په زمكه د اسرائيل د جارحيت بشپړه غندنه كوٶ۔ ده ووئيل د ګلګت بل??ستان پشمول د پاكستان روښانه سباٶن لپاره به مونږ له د يووالي څرګندونه كولو سره د چېلنجز مقابله كول وي او قامي يووالي٬ مذهبي همغږۍ او د شريك سوله ايز سباٶن د لارې به د دښمن ناوړه مقاصد خاورې كول وي٬ وزيراعظم ووئيل د پاكستان حکومت به د ګلګت بل??ستان په پرمختګ٬ امن سوكالۍ او د زلمي كول په ترقۍ كښې بشپړ كردار لوبوي