اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) نګراں وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې نګراں حکومت چې څومره هم وخت ??ي په ښه ډول به كار كولې شي،د ټاكنو نيټه نګراں وزيراعظم نه شي وركولې، انتظامي مداخلت د لارې اولس له چې څومره هم ريليف وركولې شو ، ضرور به وركولې شي او په دې اړه به كو??ه بے غوري نه شي كولې، پټروليم مصنوعات بيعي د نړيوال ماركيټ سره تړلې شوي، په غي?? قانوني توګه مېشته افغان كډوال به لېږلې شي، کرنسي غي?? قانوني صنعت په ضد کريك ډاؤن روان دې، د قاچاق په اړه زيرو ټالرنس پاليسي لرو،د ذمه وارو په ضد كريك ډاؤن به روان وي،د ترهه ګرۍ مخيوي لپاره ايپکس کمېټۍ متحرك كړې شوي، په ميډيا د بنديز تاثر سم نه دې، غي?? د ويري ترهې به په قانون عملداري باوري كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ اليکټرانك ميډيا نمائندګانو سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل نن د صوبائي اعليٰ وزيرانو ، چيف سيکرټريز او آئي جيز په غونډه كښې مهمې پريكړې شوي او نګران حکومت چې كوم هم هدايات وركړې ؤ په هغې د عملدرآمد جاج اخستلې شوي، ذخيره اندوزۍ، قاچاق او برېښنا غلا مخنيوي لپاره مهمي پريكړې شوي او پهه غې عملدرآمد او مانيټرنګ په ميکنزم هم غور شوې۔ وزيراعظم ووئيل موجوده مالياتي بحران كشې ګرانې او ذخيره اندوزو د لاسه ځپلې شوي اولس له به انتظامي مداخلت د لارې چې څومره هم ريليف ??مک?? وي ، كولې به شي په دې كښې به كو??ه بے غوري زغملے نشي او حکومتي اقدامات به په نظر راشي۔د يوې پوښتنې په ځواب د?? ووئيل نګران حکومت كه يوه مياشت وي يا دوه نيمي مياشتي ، څومره هم وخت چې نګراں حکومت وي په بشپړه ډول به كار كولې شي۔