اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د خانه كعبه امام پروفېسر ډاکټر صالح بن عبداللہ بن حميد وئيلي دي د انسان قتل حرام دے٬ په غزه كښ?? د ??سلمانانو قتل عام روان دے٬ نړيوال قوتونه دې د بشري حرمت پالنې ترمخه د بې ګناه فلسطينيانو د قتل عام لاره نيولو كښې كردار ولوبوي۔ دا خبرې امام كعبه په ??ړيوال اسلامي پوهنتون كښې “شريعه او د قانون په رڼا كښې د انساني ځان حفاظت” په سرخط نړيوال كنفرنس ته خپلې خاص وېنا كښې كړې۔ په ??ېصل مسجد کېمپس كښې كنفرنس ته خپلې وېنا كښې امام کعبه ووئيل په غزه كښې د بې ګناه وګړو قتل عام د انساني تاريخ تور دور دے ۔ ده د انساني ځان د تقدس ذكر كولو سره ووئ??ل رب كرېم په انساني ځان قسم پورته كړے او اسلامي دين د انساني ځان ضياع څخه په سختۍ سره منع فرمائيلي ده ۔ ډاکټر صالح بن عبداللہ ووئېل د كوم سبب نه غېر انسان وژنې د جهنم وعيد دے۔ ده په دې موقع ډاکټر ھذال حمود العتيبي او د اسلامي پوهنتون د خدمات ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان خلق مينه ناك او مېلمه دوسته دي۔ ده هيله څرګنده كړه چ?? د ??نفرنس په ??وضوع مقالات او د سكالرز د لارې به مهم تجويزونه او سفارشات رامخې ته شي۔ په د موقع د تعليم لنډ مهاله وزير ډاکټر مدد علي سندھي هم خپله وېنا كښ?? د ??اكستان په دوره كولو د امام كعبه مننه وكړه۔ په دې موقع د پوهنتون رېكټرې ډاکټر ثمينه ملك د پوهنتون صدر ډاکټر ھذال حمود العتيبي هم وېنا وكړه ۔ په دستوره كښې د سعودي عرب سفير نواف سعيد المالکي، د جامعه نائب صدور او د يو شمېر هېوادونو سفيرانو٬ د فېكلټۍ غړو او زده كوٶنكو ګډون وكړو۔ د يادونې وړ ده چې امام كعبه د نړيوال اسلامي پوهنتون په ??نفرنس كښې ګډون لپاره اسلام آباد ته راغلے دے او د جمعې په ??رځ به په ??ېصل مسجد كښې د جمعې مونځ امامت هم كوي۔