اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) د سېنېټ غونډه د كورم نه بشپړ كېدو له امله د جمعې ورځې تر لس ني??و بجو وځنډولې شوه۔ د نهې په ورځ د سېنېټ غونډه د سېنېټ دوهم چيئرمېن مرزا محمد آفريدي په مشرۍ كښې پېل شوه۔ د غونډې په پېل كښې سېنېټر سعدیه عباسی ووئيل چې د پوځي عدالتونو په اړه تېره ورځ منظور شوې قرارداد دې بېرته واخستلې شي۔ په دې مهال د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد او د پيپلزګوند ??ين??ټر رضا رباني خبره كول غوښتل خو په ايوان كښې د پاكستان ت??ريك انصاف سېنېټر س??ف الله ابړو كورم پلو اشاره وكړه چې له امله يۍ د سېنېټ دوهم چيئرمېن 5 دقيقو لپاره د ټلۍ غږولو امر وكړو۔ د دې باوجود د كورم په نه بشپړ كېدو دوهم چيئرمېن د ايوان كارروائي د جمعې ورځې تر 10 ني??و بجو وځنډوله