بيجنګ 18 اکتوبر (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ وئيلي دي “بېلټ ا??نډ روډ” د مرستې منصوبه بندي په حقيقت بدل??لو سره د نړيوالې مرستې په اړه ښې مېوې ترلاسه كړي٬ په تېرو لسو كالو كښې د اقتصادي راهدارۍ جوړ??لو په لړ كښې لويو چېنلز او انفارمېشن هائي وېز ته د اهميت ورك??لو سره د رېلوے، سترو لارو٬ هوائي مېدانونو٬ بندر ځايونو او د پائپ لائن نېټ ورکس د لارې د مختلف هېوادونو ترمېنځه د مصنوعات، سرمائے، ټيکنالوجي او د عملے په لويه كچه تګ راتګ ته وده وركړې ده۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ بېجنګ كښې د نړيوالې مرستې لپاره د درېم بېلټ ا??نډ روډ فورم پرانستې غونډه ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ شي جن پنګ په دې خبره زور رواړو چې “بېلټ ا??نډ روډ” مشترکه تعمير، پرمختګ او په ګټه اډانه مرستې ته وده وركوي٬ مونږ د نظرياتي محاذ آرائۍ، جغرافيائي سياسي لوبو، د بلاك سياسي محاذ آرائۍ، يو اړخيزه بنديزونو، معاشي جبر او د “ډي کپلنګ” هېڅ كله برخه نه يوو۔ خپلې وېنا كښې شي جن پنګ د “بېلټ ا??نډ روډ” د اعليٰ معيار د مشترکه تعمير ملاتړ لپاره د چين د اته اقداماتو اعلان وكړو۔ په دې كښې بېلټ ا??نډ روډ ?? رابطې درې اړخيزه نېټ ورك جوړول٬ د پرانستي نړيوال معيشت ملاتړ٬ عملي مرسته، ماحول دوسته پرمختګ، سائنسي او تکنيکي جدت خپلول، د بېلا بېلو هېوادونو د اولس ترمېنځه روابط ٬ د بدعنوانۍ نه پاكه لاره او د “بېلټ ا??نډ روډ” د نړيوالې مرستې مېكانزم لا ښه كول شامل دي۔ شي جن پنګ ووئېل د كرونا وائرس د نړيوالې وباء خپرېدو نه پس “بېلټ ا??نډ روډ” د ژوند او صحت لاره جوړه شوې ٬ چين بېلا بېلو هېوادونو ته په اربونو ماسك او د واكسين دوه اربه 30 كروړه خوراكونه وركړې دي او د شلو نه زياتو هېوادونو سره په واكسين جوړ??لو كښې مو مرسته كړې ده چې ورسره د بېلټ ا??نډ روډ سره تعلق لرونكو شراكتدارو د وباء په ضد ځانګړے كردار لوبولے٬ چين كښې د وباء د عروج په مهال مونږ ته د 70 نه د زياتو هېوادونو لخوا د قدر وړ مرسته ترلاسه شوې ۔ شي جن پنګ ووئيل مونږ ښه په دې پوهېږو چې يواځې په مشترکه مفادات اډانه مرستې څخه مونږ ښې نتيجې ترلاسه كولې شوو ٬ لس كلن تاريخ ثابت كړې چې د بېلټ ا??نډ روډ مشترکه تعمير د تاريخ درست انتخاب دے او د زمانې د پرمختګ منطق ترمخه دے۔