اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د و??يراعظم د بشري حقونو خاص مرستيالې مشعال حسېن ملك د و??يراعظم انوار الحق كاكړ ستائنه كولو سره وئېلي دي چې هغه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته د خپلې وينا په مهال د بې ګناه كشميريانو په حق كښې غږ پورته كړو۔د برائټ فيوچر سوسائټۍ سيوري لاندې د اتوار په ورځ د ايوارډ دستورې ته په خپل خطاب كښې مشعال ملك ووئيل زه د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جمو كشمير كښې د رياستي ترهه ګرۍ په رامخې ته كولو د و??يراعظم مننه كوم۔دې ووئيل چې په عمومي اسمبلۍ كښې د و??يراعظم خطاب څخه نه يوازې د هند فاشسټ او بدنامه څيره ټولې نړۍ ته په ډاګه شوه بلكې د دې څخه به د كشميري وروڼو او خوئېندو ډاډګيرنه هم وشي پاكستان د سفاك هندي ځواكونو ظلمونه نړۍ ته د وړاندې كولو كومه موقع د لاسه نه ده وركړې۔دې ووئيل چې وزيراعظم انوار الحق كاكړ د سفير او د كشميريانو د وكيل په حيثيت سره د نړيوالې ورورورلۍ په وړاندې په مقبوضه وادي كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ رامخې ته كړې۔دې د دې عزم پخلې وكړو چې پاكستان به د هند هندو فاشسټ حكومت په نړيواله كچه په هر فورم په ډاګه كوي۔خاص مرستيالې مشعال حسېن ملك په نړيوالې ورورولۍ او د ملګرو ملتونو په ادارو زور راوړو چې هغوي د كشمير مسئلې حل او نظر ??ند كشميريانو لارښودو او د نورو مجاهدين آزادۍ لپاره سمدستي اقدامات وكړي ځكه چې د مقبوضه سيمې د هيلو او د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د كشمير پخوانۍ شخړې حل نه بغېر سيمه ايز امن ناممكن دې