اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) د صحت لنډمهاله وفاقي وزير ډاکټر نديم جان وئيلي دي چې پاکستان د پوليو سرويلنس حسا?? ترين نظام لري ٬ پوليو پروګرام په هېواد كښ?? هر ځائ د وائرس مخنيوي لپاره چمتو دے ٬ د پاکستان پوليو پروګرام له مخې د صحت قامي اداره كښ?? جوړ د پاكستان پوليو لېب كوم چې د صحت د نړيوالې ادارې ريجنل ريفرنس لېب هم دے له مخې د پېنډۍ په صفدر آباد سيمه كښ?? په لسم اګست اخستې شوې ماحولياتي نمونو كښ?? پوليو وائرس موجود دي كوم چې په جنياتي توګه په افغانستان كښ?? موجود وائرس سره تړون لري٬ سږ كال دا پېنډۍ څخه دوېمه مثبت ماحولياتي نمونه ده د دې نه وړاندې په جولائي كښ?? سرائے كله څخه اخستې شوې نمونو كښ?? وائرس موندلے شوے وو او ھغه هم په جنياتي توګه د افغانستان وائرس سره تړون لرلو۔ ډاکټر نديم جان ووئيل په ماحول كښ?? د پوليو وائرس موجودګي د تشويش وړ ده ځكه چې وائرس كوچنيانو لپاره خطر دے۔ ده ووئيل كوچنيان د معذورۍ نه ساتلو لپاره موثره طريقه واكسين دے٬ مور پلار دې دا خبره باوري كري چې د دوي ماشومانو ته د پوليو واكسين يو شمېر خوراك ترلاسه شي دغسې چې د پوليو وائرس څخه د دوي تحفظ وشي۔ په دې موقع د نېشنل اېمرجنسي اپرېشنز سنټر کوآرډينيټر ډاکټر شهزاد بېك هم موجود ٶ۔