اسلام آباد۔9جولائی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې پاکستانې اولس او سياسي ګوندونه به د وسله والو ځواکونو وقار، عزت او سالميت ته د زيان رسولو هر ډول سازش ??اک??مه کړي، د عمران خان د د??كو، تشدد او د نفرت د سياست وخت ختم شوے دے۔ د اتوار په ورځ په يو ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل عمران خان د پاك پوځ سرلښكر عاصم منير په ضد په كركه ٬ كينه او بدنيتۍ اډانه مهم چلولو كښې بوخت دے۔ د عمران خان د پوځ مشر ته د وژونکي برید د??كې وركولو چال په ډاګه شوې دې۔ وزیراعظم وویل چې په رياستي علامتونو منظمې تګلاره سره چې د كوم بريد منصوبه بندي شوې وه د هغې ناكامه كې??و څخه وروستو دا ښكاره شوې چې ??غه په اقتدار كښې بېرته راتللو له ناقراره دے۔ دوئي ته معلومه نه ده چې د د??كو، تشدد او د نفرت د سياست وخت ختم شوے دے۔ ده ووئيل په داسې خندوونکو عملونو ??غه يواځې ځان افشا کوي اؤ د ??غه اصل مقصد شخصي ګټو لپاره هر څه په داؤ لګولو سره واک ترلاسه کول دي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان اولس او سياسي ګوندونه وسله والو ځواكونو سره لكه د غر ولاړ دي او د پاکستان اولس او سياسي ګوندونه به د وسله والو ځواکونو وقار، عزت او سالميت ته د زيان رسولو هر ډول سازش ??اک??مه کړي۔