اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف کوه پېما نا??له کياني او ثمينه بېګ ته د نړۍ د نهمې لوړې څوكې نانګا پربت په سر كولو مباركي وركولو سره وئيلي چې د نړۍ تر ټولې دنګې څوكې ماٶنټ اېورسټ نه پس د نانګا پربت په څير د زياتې خطرناكې څوكې سر كوؤنكو لومړو مېرمنو كېدو درناوې ترلاسه كولو سره دوئي يو وارې بيا په نړۍ كښې د پاكستان نامه روښانه كړې ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس مي??يا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل ثمينه بېګ او نا??له کياني ثابته كړه چې د دوي همت٬ عزم او اراده د دغه څوكو نه هم زيات لوړ والې لري او دوي د پاكستان د همت لرونكو مېرمنو نمائنده دي كومې چې په خوارۍ ٬ لوړو ارادو او د مقصد ترلاسه كولو په هڅو كښې د چا نه وروستو نه دي۔ ده دعا وكړه چې ثمينه بېګ، نا??له کياني او د دوي په څير د قام نورې لونړا دغسې په نړۍ كښې د پاكستان نامه روښانه كوي او كاميابۍ دې ترلاسه كوي۔ د يادونې وړ ده چې وزيراعظم په مئي كال 2023 كښې نا??له کياني له د ستاره امتياز اعزاز وركړې ٶ٬ نا??له کياني دوېمه پاكستانۍ مېرمن كوه پېما ده كومې چې ماٶنټ اېورسټ سر كړې ٶ۔ دې نه وړاندې ثمينه بېګ وړومبۍ پاکستانۍ مېرمن وه چا چې ماونټ اېورست سر كړې ٶ۔