اسلام آباد/پېنډۍ/پېښور 29 جون (اے پي پي) د اسلام آباد او پېنډۍ او پېښور پشمول د ګرد هېواد په لويو ښاريو او سرښارونو چې پكښې كراچۍ٬ كوئټه او لاهور شامل دې كښې لوے اختر مذهبي عقيدت او احترام سره لمانځلې شوې۔ پېښور كښې د لوي اختر لويه اجتماع ?? مسجد قا??م علي او ?? مسجد مهابت خان نه علاوه په بېلا بېلو ځايونو كښې په عيدګاه كښې شوې۔ په دې موقع د اسلامي نړۍ اتحاد٬ يوالي٬ پرمختګ او سوكالۍ په خاص توګه د هېواد سلامتيا او امن لپاره دعاګانې شوې، د اختر په خطبو كښې علمائے كرامو د حضرت ابراهيم او د حضرت اسمٰعيل د عظيم قربانۍ په فلسفه او اهميت رڼا واچوله٬ علمائے كرامو د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د تخريبي كاروائيو كوٶنكو ترهګرو په ضد جنګ ك??ون??ې وسله والو ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې او د پاك پوځ شهيد??نو لپاره دعاګانې هم وشوې، د خېبر پښتونخوا په ټولو لويو ښاريو كښې هم د لوي اختر د لمونځ اجتماعات شوې پكښې د هېواد سلامتيا او پرمختګ لپاره خاص دعاګانې شوې۔ پېنډۍ كښې هم د لوي اختر اجتماعات شوې٬ په دې موقع د هېواد او قام سلامتيا ٬ د اسلامي نړۍ سلامتيا او اتحاد او د شهيد??نو لوړو درجو لپاره دعاګانې شوې۔ په اسلام آباد كښې د لوي اختر لمونځ لويه اجتماع په فېصل مسجد كښې شوې د دې نه علاوه د اسلام آباد په هر سېكټر كښې په عيدګاه كښې او په جامع مساجد كښې هم د اختر د لمونځ لوے اجتماعات شوې۔ په دې موقع علمائے كرامو د هېواد پرمختګ او سوكالۍ سره سره د اسلامي نړۍ اتحاد لپاره دعاګانې كړې۔ د اختر لمونځ نه پس د اسلام فرزند??نو په سنتې ابراهيمي عمل كولو سره د څاروو قربانۍ وكړې٬ د قربانۍ په ځناورو كښې چيلي٬ ګډان٬ غويان او اوښان شامل وو۔ په اسلام آباد كښې د اجتماعي قربانۍ رواج عام دے خلق خپلې قربانۍ مدرسو سره كوي په دا سبب په زياتره مدرسو كښې تر ماسپخين ناوخته د څاروو قربانۍ كېدې۔ د اختر په موقع د ګرد هېواد په سرښارنو او اسلام آباد كښې ا??ني?? ټېنګ كړې شوې ٶ۔ په دې موقع د قربانۍ د ځناورو آلائش ځائ ته رسولو لپاره هم خاص انتطامات شوې وو۔ د يادونې وړ ده په پېنډۍ او اسلام آباد كښې قصاب??نو په اجرت قربانۍ كړې او په زياته بيعه ئې د قربانۍ څاروي حلال كړي