اسلام آباد۔16جون(اے پی پی) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير سردار محمد اسرار خان ترين وئيلي دي د 9 مئي پېښو سهولت كار د كومې معافۍ مستحق نه دي٬ د پېښې ذمه وارو مقدمې دې پوځي عدالتونو ته وړاندې كړې شي۔ د جمعې په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې ??ه بجټ بحث كښې برخه اخستلو سر?? ده ووئيل د 9 مئي پېښې د غندنې وړ دي٬ په دې پېښو كښې ??كړو كسانو هغه څه كړي كوم چې زمونږ دښمنانو غوښتل۔ پاكستان يو مضبوط هې??اد دے څوك هم دے ته زيان رسولے نه شي۔ ده ووئيل ماته په دې خو??حالي شوې چې ايوان يو قرارداد منظور كړے دے په كوم كښې چې د 9 مئي د پېښو ذمه وارو كسانو مقدمې په پوځي عدالتونو كښې د چلولو غوښتنه شوې ده۔ ده ووئيل پاك پوځ د هې??اد د حفاظت ضامن دے او د خپل اولس ملاتړ سر?? هې??اد ته د پېښو مسئلو مقابله كوي او كه پاك پروردګار ته منظور وي هم دغسې به سباؤن كښې ??م كوي۔ ده ووئيل زما په حلقه كښې د سترو لارو يو شمېر منصوبې دي هغې لپاره چې كوم فنډز راكړې شوي دي كم دي ٬ هرنائی څخه پنجاب لپاره تركارۍ ٬ كوئله او نور سامان راوړونكي ټركونه تر 10 ٬ 15 ورځو ولاړ پاتې كېږي۔ دې منصوبو لپاره دې منا??ب فنډز مختص كړې شي۔ ده ووئيل تر كومې چې په صحت ٬ تعليم او مواصلاتو كښې ??نډز مصرف نه كړې شي د پرمختګ هدفونه ترلاسه كولې نه شؤ۔