اسلام آباد۔22مئی(اے پی پی) د پاكستان شهيدانو ځانګړو قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو له د مئي 25 مه نېټه هېواد كښې د “يوم تكريم شهداﺀ” په توګه د لمانځلو پرېكړه شوې ده ، د دې مقصد يو اړخ ته د شهيدانو د ځانګړو قربانيو ياد تازه كول دي او بلخوا اولس ته دا پېغام وركول دي چې د شهيدانو ٬ د هغوي د كورنيو او د هغوي د يادګارونو احترام د هر يو پاكستاني وګړي وياړ دے۔ په هېواد كښې به دستورې په غوره ډول كولې شي دغسې چې شهيدانو ته په زړه پوري ډول د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې ??ي۔ د عسكري چارواكو له مخې ګران ??ېواد پاكستان ??ښې د امن وضعه ښه كولو او د ترهګرۍ نوغې ويستلو له وركړې قربانۍ به كله هم هېرې نه كړې ??ي۔ په دې لړ كښې د پاك پوځ ٬ رېنجرز ٬ اېف سي ٬ پوليس او نورو قانونو نافذ كوؤنكو ادارو كردار د ستائنې وړ دے۔ د ګرد هېواد په كچه كېدونكو پروګرامونو كښې به د شهيدانو روحونو ته ثواب رسولو له قرآن خواني او د پاك پوځ ٬ پوليس او د قانون نافذ كوؤنكو نورو ??دارو ?? شهيدانو په يادګارونو به د سلامۍ كولو دستورې كولې ??ي۔ مركزي دستوره به په جی اېچ کیو كښې د شهيدانو په يادګار كېږي۔ دغسې د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان ??ه شمول په صوبائي سرښارونو كښی به هم د شهيدانو په يادګارونو دستورې كېږي