بيجنګ 10 مئي (اے پي پي) د چين د قامي اولسي كانګريس قائمه كمېټۍ چيئرمېن چاٶله جي د پاكستان د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف ته د پاکستان د آئين نفاذ په 50مې سالګره مباركي وركړې ده۔ د شورو په ورځ د چين ميډيا له مخې خپل پېغام كښې چاٶله جي ووئيل د تېرو 50 كالو په مهال د آئين په رهنمائۍ كښې د پاكستان اولس په ستونزو قابو موندلو لپ??ره په ثابت قدمۍ هڅې كړي او د هېواد په تعمير او معاشي و سماجي پرمختګ٬ قامي خپلواكۍ او د قامي وقار موثره تحفظ كښې ئې د ذكر وړ كاميابۍ ترلاسه كړي۔ ده باور څرګند كړو چې پاكستاني وروڼه به خپل اعتماد لا قوي كولو سره يو موټے شي او مخ په وړاندې تګ كولو سره به په خطر?? او چېلنجونو قاب?? اومومي او د هېواد او قام لپ??ره به يو نوي ځالانده سباٶن له ګامونه واخلي۔ چاؤله جي په دې خبره زور رواړو چې د څلورو واړٶ موسمونو د ستراتېژك مرستې شراكتدار په حېث دواړٶ هېوادونو عمر له د يو بل باور او ملاتړ كولو سره ځانګړې قوي دوستۍ ته وده وركړې ۔ د چين قامي اولسي کانګرېس د پاکستان قامي اسمبلۍ سره دوستانه تبادلې قوي كول?? او د دواړو هېوادون?? او د اولس ترمېنځه دوستي زياتول?? او شريكې مرستې ته وده وركولو لپ??ره نوې خدمات ترسره كولو لپ??ره چمتو دے