فیص?? آباد ۔24اپریل (اے پی پی) د کورنيو چارو وفاقي وزير او د پاکستان مسلم ليګ (ن) پنجاب صوبايي صدر رانا ثناءالله خان وئيلي دي چې ?? قانون له مخې په ټول ??ېواد کښې په يوه ورځ ټولټاکنې کول ضروري دي يوازې په پنجاب کښې انتخابات کول سم نه دي ٬ كه پنجاب كښې د كوم يو ګوند حكومت نو دا به پاتې ګوندونو سره انصاف نه وي۔ زمونږ په حكومت كښې فتنه يوه مياشت سكون سره نه ده پاتې شوې ٬ كله يوه دړكه وركوي او كله بله۔ اوس په پنجاب كښې د ټولټاكنو غوښتنه كوي ٬ دا په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده، ځکه چې کله ټاکنې ازادې او عادلانه نه وي، هېواد تباه کېږي، نو ډېره مهمه ده چې ټاکنې ازادې وي٬ او عادلانه او په نتيجو يۍ باور ولرلې شي۔ ده په 5 چك كمال پ??ر فېص?? آباد كښې د ګل په شپه يوې عيدملن دستورې ته وېنا كوله۔ ده ووئيل په 16 اكتوبر به زمونږ د اسمبليو موده ترسره شي او دې څخه وروستو به كيئر ټېكر حكومت په نګرانۍ كښې ټاكنې وكړې شي كومې به چې سپېځلې وي۔ ده ووئيل د مياں نواز شريف په مشرۍ كښې مسلم ليګ نون وړاندې هم هېواد ستونزو څخه ويستلې او په سباؤن كښې به يۍ هم وباسي او كه پاك پروردګار ته منظور وي د پرمخ??ګ په لاره به يۍ روان كړي۔ (