اسلام آباد 22 اپریل (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صا??ق سنجراني اسلامي نړۍ او په خاص توګه د پاكست??ن اولس ته د كوچني اختر خوشحالۍ په موقعه مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د روژې د مباركې مياشتې عبادتونه په ملت كښې د تقوي، نظم وضبط ٬ صبر او ??غم فضائيلو ته وده وركوي۔ ټول مسلمانان بايد د دغې جوش او ??ذبې څرګندونه كولو سره د دنيا او ??خرت په ژوند كښې كاميابۍ ترلاسه كړي٬ د روژې مبارکه مياشت د پاك پروردګار له لوري د مسلمانانو لپاره يوه ستره ډالۍ ده، دغسې چې بركتونو څخه يۍ استفاده كولو سره د اخرت ژوند ښكلې كړې شي۔ د كوچني اختر په مناسبت خپل پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې پاك پروردګار دے د ټولو مسلمانانو عبادتونه او ??عاګانې قبولې كړې۔ د كوچني اختر ورځ د پاك پروردګار لخوا د رحمت د بشپړ كېدو او ?? مسلمانانو لخوا د شكرانې ورځ ده۔ د هغه د بلها نعمتونو او ??حمت تقاضا دا ده چې مونږ د قادر مطلق د احكاماتو په رڼا كښې خپلې شپې ورځې تېرې كړؤ٬ په صراط مستقيم تللو سره د آخرت په نه ختمېدونكي ژوند كښې كاميابۍ ترلاسه كړؤ۔ ده ووئيل په ننۍ ورځ به مونږ له خپل خپلو??ن او ګاونډيان په خپلو خوشحالو كښې شاملول وي٬ دا زمونږ د مذهب د تعليماتو او ټولنې صفت دے۔ ده ووئيل مونږ له به د هېواد پرمختګ او ??وكالۍ له په ګډه د كار كولو لوظ كول وي دغسې چې ه??واد ته د پېښو مسئلو حل په ګډه ولټولے شوو۔ ده ووئيل د كوچني اختر مناسبت سره به مونږ له خپله منځه اختلافات هېرولو سره د هېواد پرمختګ او ??وكالۍ لپاره مخ په وړاندې تلل وي