اسلام آباد۔20مارچ(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي عمران خ??ن تل قامي پرمختګ اغېزمن كولو او خپلې ذاتي ګټې لپاره په هېواد كښې پرمختيائي هلو ځلو ته د زيان رسولو كوشش كړے ٬ نواز شريف ته به هر ورځ د وړاندې كېدو وئيلې شول ٬ اوس يو وګړے سركاري املاك هم ??ه نخښه كوي او ورله ضمانتونه هم ??ركولې شي٬ د پا??ست??ن عدليه نه هم ??وښ??نه كېږي چې دوه بېلې رويې آخر ولې؟ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل عمران خان په څلورو كلونو كښې د هېواد معيشت له مينځه يوړو۔ احسن اقبال ووئيل د كال 2002 څخه تر دې دمه د دې وګړي د كوم تعميري كار ريكارډ نشته٬ هر ځل خفه شوے او د پارليمان څخه بهر تللے۔ ده په كال 2002، 2013 او كال 2018 كښې استعفی وركړه۔ ده سره يوازينے آپشن هېواد كښې د اړي ګړي او لاقانونيت رامخې ته كولو پاتې شوے ۔ ده پ?? دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د هېواد عدالتي نظام په شا تلونكے ښكاري ولې چې عمران خ??ن ته د خپلې خوښې پرېكړې ترلاسه كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل د پا??ست??ن مسلم ليګ (ن) نزدې ټول مشرتابه عدالت ته وړاندې كېږي او عدالتي مقدمو سره مخ كېږي خو بل اړخ ته عمران خان د كېس اورېدنې څخه بچ كېدو لپاره هله ګوله كوي خو څوك يۍ هم ??وټس نه اخلي۔احسن اقبال ووئيل زه د عمران خان نه پوښ??نه كوم چې كه هر يو پا??ست??نے په عدالتي احكامات عمل كوي نو تاسو ولې نه كوۍ؟ د پا??ست??ن عدليې څخه هم ??وښ??نه كوم چې آخر دوه رويې ولې؟ ده ووئيل عمران خان د سی پېک منصوبې سكېنډلائز كړي۔ ده ووئيل په وروستي كال كښې د 75 اربه ډالرو منظوري وركړې شوه او هم دا سبب دے چې هېواد كښې زياته ګراني راغله او پا??ست??ن اوس هم دغې ګرانۍ څخه نه شي بهر كېدے۔ ده ووئيل د عمران خان په انارکسټ پالېسیو دښمنان د خوشحالۍ څرګندونه كوي