پیښور۔15مارچ (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي وئيلي دي ټولو له به د هېواد مفادات له په ګډه كار كول وي۔ د پاکستان آئين اسلامي او جمهوري دے۔ د شورو په ورځ د سېنېټ د پنځوسمې سالګرې په مناسبت غونډې ته په وينا كښې ده ووئيل زه د خېبرپښتونخوا صوبې حكومت او اولس لخوا د دې خاص غونډې د رابلولو ستائنه كوم۔ ده ووئيل په سېنېټ كښې د تلې د څلورو واړو اړخونو وزن يو برابر دے٬ ذوالفقار علي بھټو ته د عقيدت پېرزوئنې وړان??ې كوم٬ د مفتي محمود په شمول نورو لارښودو په متفقه آئين جوړ كړے۔ ده ووئيل يو اړخ ته د سر ??مېرې عمل روان ??ے ٬ بلخوا مونږ ته وئيلې شي چې فوري ټاكنې وكړې ٬ مونږ له به د دستور له مخې پرامن ټاكنې كول وي۔ ده ووئيل آيا صوبائي ټاكنې به د دې حلقه بنديو لاندې او د وفاقي حكومت ټاكنې به د نوو حلقه بنديو لان??ې كېږي۔؟