اسلام آ??اد۔14مارچ(اے پی پی) صد?? ډاكټر عارف علوي سره د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي په ايوان صدر كښې ملاقات كړے ۔ په ملاقات كښې د ??ول ټاكنو په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې د نهې په ورځ شوي ملاقات كښې صدر مملكت او ګورنر د آرټيكل 224 (2) او د مارچ په اولنۍ نېټه د سپريم كورټ لخوا د جاري شوي حكم په رڼا كښې د ټاكنو كولو په اړه خبرې كړي ۔ صد?? ډاکټر عارف علوی مشورہ وركړه چې ګورنر دې الېكشن كمېشن سره مشاورت څخه وروستو د ټاكنو نېټې ټاكلو په اړه د سپريم كورټ په امر عملدرآمد وكړي٬ نزدې دوه اوونۍ وشوې ٬ د كړكېچن حالت څخه بچ كېدو لپاره دې د سپريم كورټ د پرېكړې له مخې د ټاكنو نېټه وټاكلې شي۔ صدر مملکت د آئين احترام او په ټ??كلې موده كښې د ??ول ټاكنو كولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل په ټ??كلي وخت كښې ټاكنې كول آئين ضروري ګرځولې او سپريم كورټ د دې توثيق كړے ۔ ده ووئيل په ټ??كلي وخت كښې ټاكنې كول په ګرد هېواد كښې د پارليماني جمهوريت پياوړتيا له ضروري دي۔